Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د خونې چت لوېدو پېښه؛ یوه مور او د هغې شپږ ماشومان مړه شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د یوه کور د خونې چت لوېدو له امله یوې مور او د هغې شپږو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او پلار ټپي شوی دی.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه تېره شپه د جلال‌اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند په غوچکو سیمه کې شوې ده.

سرچینه کاږي چې دغه کور د نهر پر غاړه دی، مخکې هم د اوبو له امله زیانمن شوی و او اوس نړېدلی دی.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې د یاد کور اتو غړو چې یوه مور او شپږ ماشومان دي، ژوند له لاسه ورکړی او پلار ټپي شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.