کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۴): په داسې حال کې چې د ماشومانو بریا تر ډېره د کورنیو په پاملرنې پورې تړلې ده؛ په کابل ښار کې د یوې ۱۱ کلنې نجلۍ کیسه ښيي چې هدفمنه کورنۍ او غیررسمي زدهکړې، د مور او پلار ملاتړ او پرلهپسې هڅونه څرنګه کولای شي د علمي پرمختګ، اخلاقي روزنې او روښانه راتلونکي بنسټ کېږدي.
د کابل ښار اوسېدونکې حدیثه چې په تېرو پنځو کلونو کې تل د خپل ښوونځي عمومي اولنومره ده، په دې ورځو کې د شپږم ټولګي لپاره د چمتووالي ترڅنګ هره ورځ مدرسې ته ځي او له ماشومانه شوق، خو پیاوړي عزم سره د قرانکریم په زدهکولو او حفظ بوخته ده؛ هغه لار چې د کورنۍ په ملاتړ ورته د روښانه راتلونکي زېری ورکوي.
هغې د دغه راز په اړه چې څرنګه اولنومره شوې؟ وایي: «کله چې ښوونکی موږ ته درس تشریح کوي، ښه غوږ ورته نیسم، له خپلو ټولګيوالو سره تمرین کوم او کله چې کور ته راشم، له خپلې مشرې خور سره بیا درس تکراروم.»
حدیثه وایي، مخکې له دې چې ښوونځي ته ولاړه شي، مور او مشرې خور یې په کور کې د لومړي ټولګي مضمونونه ور زده کړي وو او کله چې ښوونځي ته شامله شوه، ښوونکې یې فکر کاوه چې ګواکې دې یو کال درس لوستی دی.
حدیثه چې په ښوونځي کې له خپلو کمزورو ټولګیوالو سره هم مرسته کوي، وایي: «زه په ټولګي کې له هغو صنفیانو سره چې په ریاضي او دري مضمونونو کې کمزورې دي، هم مرسته کوم، هغوی وایي چې له تا یې ښه زده کوو.»
هغې هغو ستاینلیکونو، کپونو، مډالونو او ډالیو ته په اشاره چې د عمومي اولنومره کېدو له امله یې ترلاسه کړي، وویل: «غواړم په راتلونکي کې یوه بریالۍ ژورنالېسته شم، خپل ولس ته خدمت وکړم او په پوهنتون کې هم عمومي اولنومره واوسم. زما غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې راتلونکی کال ټولو نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي.»
د حدیثې مشره خور هاجره وایي: «حدیثهجان ډېره ځیرکه او هوښیاره نجلۍ ده او تل هڅه کوي نوي شیان زده کړي.»
د هغې په خبره، حدیثه د وینا ښه وړتیا لري او د ښوونځي په ډېرو پروګرامونو کې یې د (انانسرې) په توګه هم رول لوبولی دی.
د حدیثې مور ذکیه ابراهيمي وايي: «له ماشومتوبه پوه شوم چې حدیثهجانه هوښیاره ده او له زدهکړو ته ځانګړې مینه لري. لا څلور کلنه وه چې کله به یې د خپلو خویندو د درس پر مهال د هغوی کتابونه او قلمونه اخیستل؛ هماغه وخت مې پرېکړه وکړه چې درسونه ورته پیل کړم.»
د هغې په وینا، حدیثه په څلور کلنۍ کې وړکتون ته شامله شوه، خو له دې سره سم یې په کور کې د مور او خور تر لارښوونې لاندې د لومړي ټولګي کتابونه هم لوستل.
هغې زیاته کړه: «د حدیثهجانې بله ځانګړنه دا ده چې له نطاقۍ سره لېوالتیا لري. کله چې مې د هغې دا وړتیا ولیده، ومې هڅوله چې په کور کې د ماشومانو پروګرامونه ثبت کړي؛ له همدې امله اوس د وینا ښه مهارت لري او په ښوونځي کې د ځینو پروګرامونو د اجرا مسوولیت پر غاړه اخلي.»
د یادې مور په خبره، حدیثه دا مهال د قرانکریم ۲۵ سپارې ویلې دي او د حفظ لړۍ یې هم پیل کړې ده، تر دې دمه یې د قران مجید تر درېیمې سپارې پورې حفظ کړی دی.
خو دا یوازې حدیثه نه ده چې د والدینو د پاملرنې او ملاتړ له لارې دې بریا ته رسېدلې؛ مرجان، بله پنځه کلنه ماشومه هم دا مهال د خپلوانو تر څارنې لاندې زدهکړې کوي.
پنځه کلنه مرجان د خونې په یوه کونج کې ناسته ده او په ماشومانه، خو روښانه غږ د قرانکریم ایتونه تلاوتوي؛ هغه عمر چې معمولاً په لوبو او ساعتتېریو کې تېرېږي، خو د هغې لپاره د یوه متفاوت مسیر پیل دی.
هغه چې لا هم پنځه کلنه ده، په کور کې له مور او مشرو خویندو د قرانکریم د زده کولو ترڅنګ لوستل او لیکل هم کوي.
مرجان وایي: «هره ورځ له خپلې خور سره مدرسې ته ځم، د قرانکریم سورې حفظ کوم.»
د مرجان خور فاطمې وویل، هغې تر دې دمه لس لنډ سورتونه حفظ کړي او په مینه دغه کار ته دوام ورکوي.
د مرجان پلار محمدنادر وایي: «مرجان لوړ هوښ لري، هڅه کوو چې ښوونځي ته له شاملېدو مخکې لوستل، لیکل او حساب ښه ور زده کړو؛ ان د هغې خویندو ورته د انګلیسي او پښتو ژبو تدریس هم پیل کړی؛ الحمدالله زما د لور ذکاوت ډېر لوړ دی.»
په همدې حال کې، د کابل ښار د یوه ښوونځي د دویم ټولګي زدهکوونکی اباسین بل ماشوم دی چې لوړ استعداد لري او د والدینو په ملاتړ یې ښه پرمختګ کړی دی.
اباسین وایي: «مور مې تل زما په درسونو کې مرسته کوي، هر کار پر خپل وخت ترسره کوم، هم لوبې کوم، هم درس وایم، ښوونکي مې هم راته خوشحاله دي او مینه راسره لري.»
اباسین هم ښوونځي ته له شاملېدو مخکې لومړني درسونه په کور کې له خپلې مور زده کړي وو.
کارپوهان: د ماشومانو په روزنه کې د میندو او پلرونو پاملرنه بنسټیز رول لري
په کابل ښار کې د یوې لېسې ښوونکې قدسیه غنيزاده وایي: «زه د یوې مور او ښوونکې په توګه غیررسمي او کورنۍ زدهکړې د زدهکړو بنسټ بولم. معمولاً هغه ماشومان په ښوونځي کې مخکښ وي چې له مخکې په کورنۍ کې د والدینو له لوري روزل شوي وي.»
د هغې په باور، د انسان د زدهکړې بهیر د زېږون له ورځې پیلېږي؛ له خوړلو، د مور تر پېژندلو، خبرو کولو او تر نورو پړاوونو پورې.
هغې وویل، روښانه کورنۍ باید پوه شي چې د ماشوم د جذب او درک وړتیا یې تر کومې کچې ده او که دا وړتیا لوړه وي، نو لومړی دې ورته دیني زدهکړې ورکړي، وروسته دې وګوري چې ماشوم په کومه برخه کې مهارت لري، په هماغه برخه کې دې پرې پانګونه وکړي.
د هغې په باور، والدین باید د خپلو لوڼو او زامنو زدهکړو ته په یو شان پاملرنه وکړي، هیڅکله دې ترمنځ توپیر نه کوي او دواړو ته دې د زدهکړو برابر فرصتونه برابر کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP