کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۳۱مه خپل فعالیت پای ته رسوي.
سیګار اداره په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د کانګرس له لوري رامنځته شوه؛ د دې ادارې موخه په افغانستان کې د امریکا د مرستو او لګښتونو څارنه وه.
د یادې ادارې پر اېکسپاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې فعالیتونه یې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۳۱مه پای رسېږي.
سیګار له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې له دې ادارې ملاتړ کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP