کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۴): له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په دویم پړاو کې افغانستان نن له ایرلینډ سره خپله دویمه لوبه ترسره کوي.
له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو پنځوساوریز نړۍوال جام سیالۍ د زمبابوې او نمیبیا په کوربهتوب روانې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبډله له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو نړۍوال جام په دویم پړاو سیالیو کې نن غرمه ۱۲ بجې له ایرلینډ سره لوبه ترسره کوي.
د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ لوبه په زمبابوې کې ترسره کېږي.
دغه راز افغان لوبډلې له ۱۹ کلنو د کمعمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په دویم پړاو کې خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته بایللې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP