غزنيښار (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۴): د غزني د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست وایي چې په دغه ولایت کې یې په تېر یوه کال کې د ښځو اړوند نږدې ۴۰۰ قضیو ته رسېدنه کړې ده.
د غزني د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو رییس مولوي محمدعالم ناصح پژواک ته وویل چې د دغه ولایت محتسبین د ښځو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې د پآم وړ لاستهراوړنې لري.
هغه زیاته کړه چې یاد ریاست په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې د ښځو اړوند ۳۸۴ قضیو ته رسېدنه کړې چې په هغو کې ۵۷ د اجباري نکاح، ۵۰ په بدو کې د ورکړې، ۹۵ د نفقې نه ورکولو، ۵۵ د مَهَر نه ورکولو، او پاتې نورې د میراث نه ورکولو قضیې شاملې وې.
هغه دغهراز وویل، په دغه ولایت کې د ښځو له لوري ۱۲۲ نور شکایتونه هم ثبت شوي چې ډېرو ته یې رسېدنه شوې ده.
د ناصح په خبره، دغه ریاست د ښځو د حقونو خوندیتوب او پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
بلخوا، د غزني ښار یو اوسېدونکي ګلاب خان وایي چې دا ډول اقدامات نه یوازې د ښځو د حقونو خونديتوب لپاره اړین دي، بلکې د ټولنې په کچه د مساواتو د ټینګښت لپاره هم حیاتي اهمیت لري.
هغه زیاته کړه، ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ دې، خو اوس د دغه ریاست د هڅو له کبله هغوی ته یو ډول اطمینان ورکول کېږي.
یو دیني عالم مولوي ظهوراحمد اصف پژواک ته وویل چې د امر بالمعروف ریاست له خوا اخیستل شوي ګامونه د اصلاحاتو لپاره بنسټیز پیل ګڼل کېږي.
د هغه په وینا، د ښځو د حقونو ساتنه باید یوازې د امر بالمعروف او نورو ادارو نه، بلکې د ټولنې د ټولو وګړو مسوولیت دی.
هغه د دغه ریاست له فعالیتونو ملاتړ وکړ او د ښځو د قانوني او شرعي حقوقو خوندیتوب برخه کې یې د د هڅو د دوام غوښتنه هم وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP