Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان ته د چین – پاکستان اقتصادي دهلېز پراختیا لپاره د اسلام‌اباد چمتووالی

کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۴): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، په بهرنیو چارو کې د دغه هېواد د سنا دایمي کمېټې ته ویلي چې افغانستان ته د چین – پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) غځولو او د پاکستان – چین – افغانستان درې اړخیز چوکاټ د بشپړ فعالولو لپاره چمتووالی روان دی.

د پاکستان بزنس ریکارډر ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د سنا دایمي کمېټې په غونډه کې شوې؛ په غونډه کې د پاکستان او چین اړیکې، تازه سیمه‌ییزې پېښې او د اسلام‌اباد اقتصادي ډیپلوماسي وڅېړل شول.

د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز پروژه چې د چین له خوا د میلیاردونو ډالرو په پانګونه پلې کېږي، د سیمې یوه له سترو ترانزیټي او اقتصادي پروژو ګڼل کېږي.

دغه دهلېز د چین د «یو کمربند – یوه لار» ستراتیژۍ برخه ده او د چین شین‌جیانګ ولایت له ګواډر بندر سره نښلوي.

په تېره درې‌اړخیزه غونډه کې چې د روان کال د غويي په ۳۱مه په بیجینګ کې د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ وشو، دواړو خواوو هوکړه وکړه چې له دغه اقتصادي دهلېز سره د افغانستان د نښلولو زمینه وارزول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.