Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا کې د دغه هېواد د ګمرک او کډوالۍ ادارې ځواکونو پر ضد پراخ اعتراضونه

کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا د ګمرک او کډوالۍ ادارې ځواکونو د عملیاتو غبرګون کې د دغه هېواد په مینه‌سوتا او ۴۶ نورو ایالتونو کې پراخ اعتراضونه شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، زرګونه معترضین د مینیاپولیس ښار سړکونو ته راوتلي او زده‌کوونکو د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې، د دوو امریکايي وګړو د وژل کېدو غبرګون کې، کار او درسونه پرېیښي او د مینه‌سوتا له ایالته د ګمرک او کډوالۍ ادارې ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.

په راپور کې راغلي چې زده‌کوونکو او ښوونکو له کلیفورنیا تر نیویارکه درسي ټولګي پرېیښي او سړکونو ته په اعتراض راوتلي دي.

د راپور له مخې، په ۴۶ ایالتونو کې ۲۵۰ اعتراضونه ترسره شوي چې د نیویارک، لاس‌انجلس، شیکاګو او واشنګټن په څېر لوی ښارونه هم په‌کې شامل دي. معترضانو د «نه کار، نه مکتب، نه پېر، د امریکا د ګمرک او کډوالۍ ادارې بودجه ودروئ» شعارونو په ورکولو اعتراضونه کړي دي.

د یادونې ده، دغه اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې د امریکا د ګمرک او کډوالۍ ادارې ځواکونو د جنورۍ په ۷مه د مینه‌سوتا پر یوه اوسېدونکي ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

د اعتراضونو پر مهال، دغو ځواکونو پر څو نورو معترضینو هم ډزې کړې او د جنورۍ په ۲۴مه یې یو بل امریکايي وګړی هم وژلی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.