Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې هره میاشت نږدې دوه میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کندهار (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۴): ځایي مسوولین وايي، اوس مهال په کندهار کې د چرګوړو (چوزې) د تولید په څو فابریکو کې هره میاشت نږدې دوه میلیونه چرګوړي تولیديږي چې د دغه ولایت د غوښې چرګانو فارمونو د ۷۰ سلنې اړتیا پوره کولو ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم ځي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول محمدحنیف حقمل پژواک ته وویل، دا مهال په کندهار کې د چرګوړو د تولید یوه لویه او یو شمېر وړې فابریکې فعالې دي چې خپل تولید وخت ناوخت بازار ته وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه، په دې فابریکو کې هره میاشت یو میلیون ۹۵۰ زره چرګوړي تولیدیږي چې د کندهار ترڅنګ نږدې ولایتونو ته هم وړل کېږي.

هغه زیاته کړه، دولت پانګه‌والو ته د ځمکو د ورکړې برخه کې زمینه برابره کړې او نور پانګه‌وال هم کولای شي په دغه سکټور کې پانګونه وکړي څو د کندهار اړتیا پوره شي.

د نوموړي په خبره: «موږ اوس په کندهار کې تر پخوا د چرګوړو یا چوزې د تولید برخه کې ډېر مخته تللي یو؛ دلته اړتیا ۷۰ سلنه پوره شوې ده، خو دا تولید یو کال وړاندې شل سلنه هم نه و، موږ نوره هم اړتیا لرو چې دلته په دې برخه کې پانګونه وشي څو سل سلنه اړتیا مو پوره شي.»

په کندهار کې د چرګوړو د تولید فابریکو مسوولین وایي، که اسانتیاوې ډېرې برابرې شي، پانګونه به هم ورسره زیاته شي.

«د وطن دانه» په نوم یوه فابریکه چې د چرګانو دانه هم تولیدوي، په تېر ۱۴۰۳ کال کې یې د چرګوړو تولید هم پیل کړی چې اوس هره میاشت یونیم میلیون چرګوړي تولیدوي.

د دې فابریکې مسوولین وایي، د چرګوړو د تولید پر فابریکه یې ۵ میلیونه ډالر پانګونه کړې او ۷۰  مسلکي او غیرمسلکي کسان ورسره په کار بوخت دي.

د یادې فابریکې یوه استازي محمدادریس پژواک ته وویل، د چرګوړو د تولید لپاره تخمي هګۍ ۷۰ سلنه له بهره راوړي او ۳۰ سلنه د دوی له خپلو فارمونو ترلاسه کوي.

د هغه په وینا، هڅه کوي د هګیو چرګانو فارمونو برخه کې هم پانګونه زیاته کړي څو پر بهرنیو وارداتي هګیو تکیه کمه شي.

هغه زیاته کړه: «موږ هره میاشت یونیم میلیون چرګوړي بازار ته وړاندې کوو، اوس مهال موږ ۷۰ سلنه تخمي هګۍ له بهره راوړو او ۳۰ سلنه زموږ د خپلو فارمونو دي، خو کوښښ کوو چې د هګیو چرګانو فارمونه هم زیات کړو څو هګۍ هم ټولې دلته له خپلو فارمونو ترلاسه کړو.»

هغه غوښتنه کوي چې حکومت دې د چرګانو سکټور د ودې په موخه پر هغو چرګوړو یا چرګانو مالیه زیاته کړي چې دلته یې فارمونه او فابریکې شته، خو لا هم له بهره واردېږي.

د چرګوړو د تولید فابریکو کې په کار بوخت کسان وایي، خوښ دي چې دلته کار کوي او هغه څه چې پخوا له نورو هېوادونو راوړل کېدل، اوس دلته تولیدیږي.

د وطن دانه فابریکې یو کارکوونکی محمدعابد وایي: «زه ډېر خوشحاله یم او له خپل کاره راضي یم؛ ځکه دلته ډېری ځوانان په کار اخته دي.»

دی وایي، مخکې به چرګوړي له پاکستانه راوړل کېدل خو اوس په دننه تولیدېږي او ګټه یې خپلو هېوادوالو ته راځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.