کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۴): د حج او اوقافو وزارت وایي چې سږ کال به له هېواده ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ولاړ شي او د تېر کال په نسبت د هر تلونکي کس په لګښت کې نږدې ۱۶ زره افغانۍ کموالی راغلی دی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر سر محقق دوکتور نورمحمد ثاقب نن په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، په ۱۴۰۵ کال کې به له ټول هېواده ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړي او په راتلونکو کلونو کې د دې سهمیې زیاتولو ژمنه هم ترلاسه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په دې سهمیه کې د عامو خلکو ترڅنګ «مجاهدین»، د امارتي ادارو کارکوونکي، د شهیدانو او معلولینو وارثین او کډوال شامل دي.
هغه زیاته کړه، سږ کال به له افغانستانه حج ته له هر تلونکي کس څخه ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ واخیستل او زیاته یې کړه چې د سږ کال حج د ټولې پروسې ټولیز لګښت ۷ میلیارده، ۸۱۸ میلیونه، ۳۰۰ زره او ۷۲۰۰ افغانۍ دی.
د ثاقب په خبره، تېر کال له هر کس څخه ۲۸۲ زره او ۹۰ افغانۍ اخیستل شوې وې خو د سږ کال لګښت د تېر کال پرتله ۱۵ زره ۶۹۰ افغانۍ ته را کم شوی دی.
نوموړی وایي، د حاجیانو لپاره د اوسېدو ځایونو، تغذیې، ترانسپورټ او اړوندو خدماتو ټول قراردادونه پر وخت ترسره شوي او په مکه مکرمه کې د ټولو ۳۰ زره حاجیانو لپاره عصري او «حرم شریف» ته نږدې عمارې نیول شوې او په مدینه منوره کې هم د حاجیانو استوګنځایونه د نبوي مسجدِ په مرکزي ساحه کې برابر شوي، څو حجاج وکولای شي خپل عبادتونه په اسانۍ اداء کړي.
هغه دغهراز وویل، سعودي عربستان ته د حاجیانو د منظم لېږ رالېږد لپاره د اریانا افغان او کامایر له هوايي شرکتونو سره قراردادونه شوي چې حاجیان به د هېواد له څلورو زونونو مدینې منورې او جدې ښارونو ته لېږدوي.
هغه زیاته کړه، په روان کال کې د حج لپاره نوې نوملیکنه هم په ټول هېواد کې ترسره شوې او د پچېاچونې له لارې غوره شوي حاجیان به حج ته ولېږل شي.
ثاقب زیاته کړه، د اسلامي امارت له راتګ وروسته په ټول هېواد کې ۸۷۱۰۴ کسان د حج پخواني ثبت شوي متقاضیان پاتې وو چې د ځینو نوبتونه ان تر ۱۴۱۲ کال پورې رسېدل چې د حج سهمیې د دقیق، شفاف او عادلانه وېش په پایله کې وزارت وتوانېد چې نږدې ټول دغه منتظر حاجیان په پنځو کلونو کې حج ته ولېږي.
د حج او اوقافو وزیر وویل، حاجیان کولی شي چې د راتلونکې دوشنبې له ورځې چې د روانې سلواغې میاشتې له ۱۳مې نېټې سره سمون خوري، په مرکز کې د حج، عمرې او زیارتونو له لوی ریاست او په ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو له ریاستونو د حج لګښت د تحویلۍ تعرفې ترلاسه او په اړوند بانک کې یې تحویل کړي.
د یادونې ده، تېر کال هم له افغانستانه ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP