Language

له تاجیکستاني ځواکونو سره نښته کې «د نشه‌يي توکو درې قاچاق‌کوونکي» وژل شوي

کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۴): تاجیکستاني چارواکو ویلي، «د نشه‌يي توکو درې قاچاق‌کوونکي» چې له افغانستانه د دغه هېواد خاورې ته د اوښتو په حال کې وو، د یوې نښتې پر مهال وژل شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه درې کسان د تېرې اونۍ د پنجشنبې ورځ د تاجیکستان له سرحدي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي او دوه نور بېرته افغانستان ته اوښتي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له وژل شوو کسانو د جاوېد او رشید په نومونو د تخار د چاه‌اب ولسوالۍ د وریچې او درېیم د صابر په نوم د همدې ولسوالۍ د انجیر کليو اوسېدونکي پېژندل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، له دغو کسانو وسلې او نشه‌يي توکي هم کشف او ضبط شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.