Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او ترکمنستاني لوړپوړو چارواکو پر مهمو اقتصادي او زیربنایي پروژو خبرې وکړې

هرات (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هرات کې د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر رشید مردوف سره ولیدل او د ټاپي، رېل‌پټلۍ، برېښنا او سیمه‌ییز اتصال په ګډون یې پر مهمو اقتصادي او زیربنایي پروژو خبرې وکړې.

ملا عبدالغني برادر نن (یکشنبه) په هرات کې د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر رشید مردوف سره کتلي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼې له مخې، د دې لیدنې پر مهال د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري، د اوبو او انرژۍ وزیر الحاج ملا محمدیونس اخندزاده، د ترکمنستان د ترانسپورټ او رېل‌پټلۍ وزیر، د دولت وزیر او د ترکمن ګاز دولتي شرکت رییس او یو شمېر نورو افغان او ترکمن چاروکو هم حضور درلود.

سرچینه زیاتوي چې په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د ټاپي، ټاپ، د اوسپنې پټلۍ او برېښنا پروژو په اړه خبرې وشوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال  په دې لیدنه کې ویلي چې د ټاپي پروژې پيل د افغانستان، ترکمنستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړې او په دې پروژه کې د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د هغه په خبره، دلتا انټرنېشنل کمپنۍ لېواله ده چې د ټاپي پروژې د ګازو اخیستلو، د ترکمنستان د لوی ګازي بلاک د ظرفیت لوړولو، د هرات ولایت له ګذرې ولسوالۍ د کندهار ولایت تر سپين بولک ولسوالۍ، له سپين بولدک بیا د هند تر پولې د ګازو د پایپ لاین جوړولو او غځولو، د پاکستان په ګوادر بندر کې د ګازو د ستر او عصري مرکز جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.

ده له ترکمنستان غوښتي چې د تورغونډۍ – هرات رېل‌پټلۍ پروژې د جوړېدو په اړه افغانستان ته خپل دریځ روښانه کړي؛ ځکه د دې پروژې د تطبیق لپاره قزاقستان هم قوي لېوالتیا لري.

هغه د افغانستان له لوري د ټاپ پروژې د لار نقشې د وروستي کېدو لپاره بشپړ چمتووالی ښودلی او د دې ترڅنګ یې بالا مرغاب، خماب او قرقین ولسوالیو ته د برېښنا لېږد او د سیمه ییز اتصال د نورو پروژو د پيل لپاره د افغانستان له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ملابرادر د دواړو هېوادونو ترمنځ په روانو پروژو کې افغانانو ته د کاري زمینې پر برابرېدو هم ټینګار کړی.

د خبرپاڼې له مخې، د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف له اسلامي امارت څخه مننه کړې چې د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره یې ښه زمینه برابره کړې او ویلي یې دي چې د روان میلادي کال تر پایه به د دې پروژې کارونه د هرات ولایت تر مرکز پورې ورسیږي.

ده په ټاپي پروژه کې د بهرنیو شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په دې اړه باید له نږدې کار ورسره وشي.

هغه د ترکمنستان له لوري د تورغونډۍ – هرات ریل پټلۍ پروژه کې هم پانګونې ته چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې عملاً یې په تورغونډۍ کې کارونه پيل کړي دي.

ده زیاته کړې چې هېواد یې چمتو دی له پنځو لارو افغانستان ته برېښنا انتقال او ظرفیت یې لوړ کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پردې سربېره د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ پراخېدو، بانکي همکاریو، کاري فرصتونو پر ایجاد او په مختلفو برخو کې د اقتصادي پروژو د مدیریت په اړه د ګډ کار کولو په اړه هم خبرې شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو له لوري د روانو پروژو د کاري پرمختګونو په اړه تفصیلي معلومات هم له ګډونوالو سره شریک شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.