Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار په سپین بولدک کې د درېیو ښځو مړي موندل شوي

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۴): چارواکي وایي، د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د درېیو ښځو مړي په داسې حال کې موندل شوي چې سرونه او پښې یې پرې شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، دغه جسدونه د سپین بولدک ولسوالۍ د سارګو په غره کې موندل شوي دي.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید نن دوشنبې پژواک ته وویل، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه ښځې شاوخوا یوه میاشت وړاندې وژل شوي او سرونه او پښې یې پرې شوي دي.
د هغه په وینا، امنیتي ځواکونو جسدونه د سپین بولدک ولسوالۍ روغتون ته انتقال کړي ترڅو د قربانیانو خپلوان پیدا او هغوی ته وسپارل شي.
هغه زیاته کړه، چې امنیتي او کشفي ارګانونو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي او هڅه کوي د یادې پېښې عاملین وپېژني او وروسته یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.
تر اوسه د وژل شوو ښځو هویت نه دی معلوم شوی او نه هم د پېښې په تړاو څوک نیول شوي دي.
چارواکي وایي چې د پلټنو تر بشپړېدو وروسته به نور جزیات له رسنیو سره شریک کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.