Language

د وزیر محمداکبر خان لومړۍ درجه شل‌اوریزې ولایتي سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک،۱۴ سلواغه ۱۴۰۴): د وزیر محمداکبرخان لومړۍ درجه شل‌اوریزې ولایتي سیالۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ نن په کندهار کې پیل شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د کورني کرکټ سیالیو له مهالوېش سره سم د وزیر محمداکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل‌اوریزې سیالۍ نن په کندهار کې پیل شوې.

سرچینه زیاتوي، په دغو سیالیو کې ۱۲ لوبډلې برخه لري او د روانې فبرورۍ میاشتې تر ۱۳مې به په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې دوام ولري.

سرچینې لیکلي چې د یادو سیالیو غوره لوبغاړي به د ملي شل‌اوریزو سیالیو لپاره غوره شي.

کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې لوبډلې پر دوو ګروپونو وېشل شوې چې د الف ګروپ سیالۍ په کندهار کې او د ب ګروپ سیالۍ به په ننګرهار کې ترسره شي.