Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ۱۹ کلنو د کم‌عمره کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان په نیمه پایلوبه کې له هند څخه ماتې وخوړه

کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۴): د ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو د نړۍوال جام سیالیو په نیمه پایلوبه کې افغانستان له هند څخه ماتې وخوړه او له دغو سیالیو  بهر شو.
نننې لوبه چې په زمبابوې کې ترسره شوه پچه یې افغان لوبډلې وګتله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په دغه لوبه کې د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم‌عمره  کرکټ لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۱۰ منډې وکړې.
د افغان لوبډلې په ګټه فیصل شینوزاده ۱۱۰، عزیر الله خان ۱۰۱، عثمان سادات ۳۹ او خالد احمدزي ۳۱ منډې وکړې.
د هند لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۴۲م اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او افغانستان ته یې د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د یادونې وړ ده، د ۱۹ کلنو د کم‌عمره کرکټ نړۍوال جام سیالیو پایلوبه به د هند او انګلستان لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.