کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه نن له وېسټانډیز سره دویمه تمریني لوبه ترسره کوي.
د افغانستان او وېسټانډیز ترمنځ تمریني لوبه نن ماسپښین په دوه بجې د هند په بنګلور ښار کې ترسره کېږي.
افغان لوبډلې په لومړۍ تمریني لوبه کې وړمه ورځ سکاټلینډ ته د ۶۱ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.
د ۲۰۲۶ کال شلاوریزه نړیوال جام سیالۍ د روانې فبروري میاشتې په ۷مه د هند او سریلانکا په کوربهتوب پیل کېږي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د فبروري میاشتې په اتمه له نیوزلینډ سره ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP