Language

د ۱۹ کلنو د کم‌عمره کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان نن له هند سره نیمه پایلوبه ترسره کوي

کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۴): د ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان او هند لوبډلو ترمنځ دویمه نیمه پایلوبه ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبډله د ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نن غرمه ۱۲ بجې د دویمې نیمه پایلوبې په ترڅ کې د هند لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

د افغانستان او هند ترمنځ دا لوبه په زمبابوې کې ترسره کېږي.

دغه راز، د ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو د نړۍوال جام سیالیو په ترڅ کې پرون د اسټرالیا او انګلستان لوبډلو ترمنځ لومړۍ نیمه پایلوبه ترسره شوه.

په یاده لوبه کې انګلستان اسټرالیا ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.