Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېر کال افغانستان کې د ناچاودو توکو چاودنو ۴۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۴): له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ملي اداره وایي، په تیر یوه کال کې د هېواد په کچه د ناچاودو توکو د چاودنې ۱۹۳ پېښې ثبت شوي چې له امله یې ۸۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۳۳ نور ټپیان شوي دي.

له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ملي ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رئیس، حافظ محمد یوسف حماد په یوه پیغام کې ویلي د دغې ادارې د ماین پاکۍ د انسجام ریاست د ماین پاکۍ له موسسو سره په همغږۍ په تېر یوه کال کې په هېواد کې «۵۸کیلومتره سیمه» د ناچاوده توکو له خطر څخه پاکه کړې او ۲۴۷۲۰ ماینونه یې کشف او خنثی کړي دي.

هغه وایي چې په تېر یوه کال کې په هېواد کې ۱۹۳ د ناچاودو توکو د چاودنې پېښې ثبت شوي، چې له امله یې ۸۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۳۳ نور ټپیان شوي دي.

د ده په خبره، د یادو پېښو ډیره مرګ ژوبله (۶۷.۵ سلنه) ماشومانو ته اوښتې ده.

د هغه په وینا، دا مهال په هېواد کې د ماین پاکۍ ۱۵۵ ټیمونه فعالیت لري او تېرکال یې په دې اړه دوه میلیونه او ۱۲۶ زره کسانو ته عامه پوهای ورکړی دی.

د ده د معلوماتو له مخې، اوس هم د هېواد په کچه «شاوخوا ۱۰۶ زره کیلومتره سیمې» پر ناچاودو توکو ککړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) ویلي و، افغانستان د ناچاودو توکو چاودنو کې د ډېرې مرګ‌ژوبلې لرلو له اړخه د نړۍ درېیم هېواد بلل کېږي او لا هم په دغه هېواد کې له تېرو جګړو پاتې ناچاوده توکي او مهمات له خلکو قرباني اخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.