Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د متحده عربي اماراتو له بندخونو ۱۰۸ افغان بندیان خوشې شول

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د متحده عربي اماراتو د دولت مشرتابه د دغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت شاوخوا ۱۰۸ تنه افغان بندیان له بندخونو خوشې کړل.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ځيني خوشې شوي افغانان هېواد ته راستانه شول او د پاتې کسانو د راستنېدو بهير به د اړوندو قانوني پروسو تر بشپړېدو وروسته په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.

سرچینه زیاتوي چې یاد ۱۰۸ افغانان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ځانګړې هدایت او په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت لوی سفارت د پرله‌پسې هڅو په پايله کې خوشې شوي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو د دولت او اړوندو ادارو له همکارۍ او بشردوستانه اقدام څخه مننه کړې او ډاډ یې کړی چې په بهر کې به د افغان بندیانو د قضيو د تعقيب لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.