Language

له فراه څخه ۲۵ ټنه غیرمعیاري بېټرۍ بېرته ایران ته ګرځول شوي دي

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د معیار او کیفیت اداره وایي چې ۲۵ ټنه غیرمعیاري بېټرۍ تر ارزونې وروسته، د فراه بندر له لارې بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.

یادې ادارې نن (پنج‌شنبه، د سلواغې ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د ارزونې پر مهال څرګنده شوه چې یادو بېټریو اړین معیارونه نه پوره کول.

د معیار او کیفیت ادارې له ټولو سوداګرو او واردوونکو غوښتي چې د بې‌کیفیته او غیرمعیاري توکو له واردولوډډه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.