کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې په دولتي روغتونونو کې نږدې پنځه میلیونه په تنفسي ناروغیو او ۵۰۴ نور د کرونا په ناروغۍ اخته کسان ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا ویاند ډاکټر شرافت زمان وویل: «په تېرو درې میاشتو کې، له بده مرغه، شاوخوا پنځه میلیون تنو د تنفسي ناروغیو له امله موږ ته مراجعه کړې ده، او د دې پېښو شمېر د تېر کال په پرتله یو څه زیات شوی دی.»
د هغه د معلوماتو له مخې، له دغو ناروغانو څخه شاوخوا ۳٫۱ میلیونه کسان له پنځو کلونو څخه پورته عمر لري چې ډېری یې زاړه خلک دي، او نږدې ۱٫۹ میلیونه نور ناروغان د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان دي.
ده ونه ویل چې تېر کال په تنفسي ناروغیو د ثبت شویو کسانو شمېر څومره و.
د کرونا پېښو ثبت
ډاکټر شرافت زمان وویل چې د تېر کال په نومبر میاشت کې ۲۱۰ کسانو، په ډسمبر کې ۱۴۱ کسانو او د روان ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې ۱۵۳ کسانو په کرونا د اخته کېدو له امله دولتي روغتونونو ته مراجعه کړې ده.
هغه زیاته کړه چې په یاده موده کې په دولتي روغتونونو کې د کرونا له امله مړینه نه ده ثبت شوې.
دغه راز، د ملي او تخصصي انتاني روغتون ټرېنر او د انتاني ناروغیو متخصص ډاکټر فریدالله عمري، وویل: «د کرونا ویروس شدت ډېر نه دی؛ ډېر ناروغان چې موږ ته مراجعه کوي زکام، ټوخې، ګلودرد او تب لري… خو له نیکه مرغه چې تر اوسه کومه مړینه نه ده ثبت شوې او ډېری ناروغان تداوي کېږي.»
هغه پر کرونا او تنفسي ناروغیو اخته کسانو ته سپارښتنه وکړه چې د ویروسونو د خپرېدو د مخنیوي لپاره له ماسک کار واخلي، لاسونه په اوبو او صابون سره په دوامداره توګه ووینځي، او د کرونا ناروغان ځان له نورو کسانو جلا وساتي.
کرونا ویروس لومړی ځل د ۲۰۱۹ کال سپتمبر میاشت کې د چین په «ووهان» ښار او وروسته په ټوله نړۍ کې خپور شو. د راپورونو له مخې تر اوسه په نړۍ کې سلګونه میلیونه کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي او له دې ډلې تر شپږ میلیونو ډېر کسان مړه شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۲ کال په وري میاشت کې پژواک ته ویلي و چې تر هغه مهاله له ۲۱۰ زرو ډېر کسان په دې ویروس اخته شوي وو او نږدې ۸ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP