کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۴): د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وایي، د وروستیو ورښتونو له امله په څلورو ولایتونو کې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.
د یادې ادارې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس او ویاند، حافظ محمد یوسف حماد په یوه پیغام کې ویلي چې دغه پېښې په فراه، هرات، غور او نورستان ولایتونو کې شوې دي.
هغه ویلي چې په یادو ولایتونو کې د ورښتونو له امله پنځه کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی، درې نور ټپیان شوي او لس کورونه په بشپړ یا نیمه ډول ویجاړ شوي دي.
حماد زیاته کړې چې له یادو کورنیو سره د د دغې ادارې د ولایتي ریاستونو له لوري بیړنۍ مرستې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP