کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان برېښنا شرکت وایی، د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برېښنا لېږد مزي د نایبآباد - پلخمري ترمنځ، اړوند تاشقرغان تنګي سیمه کې د تخنیکي عارضې له امله پرچاو شوي دي.
د یاد شرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې تخنیکي عارضې له امله سمنګان او بغلان ځینې سیمې، او همدارنګه پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، غزني، ننګرهار او لغمان له وارداتي برېښنا څخه بېبرخې شوي دي.
سرچینه زیاته کړې چې د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي ټیمونه یادې عارضې د حل په موخه سیمې ته رسېدلي دي، خو دا مهال په یاده سیمه کې شدید طوفان دی او د هوا وضعیت نورمال کېدو او د کاري زمینې برابرېدو سره سم به نوموړې عارضې د ترمیم او حل چارې ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP