کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۴): د کابل ولایت مقام وایي، د اسلامي امارت مشرتابه د هدایت له مخې، د کابل والي په مشرۍ د بېړنیو حالاتو کمېټه رامنځته شوې او یاده کمېټه به د طبیعي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو بحراني حالاتو پر مهال د خلکو ستونزو ته رسېدنه کوي.
د کابل ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي، د اسلامي امارت د مشرتابه د شفاهي هدایت پر بنسټ، د کابل ولایت مقام په مشرۍ د بېړنیو حالاتو کمېټه رامنځته شوې ده، چې د کابل والي الحاج ملا امینالله عبید تر رهبرۍ لاندې فعالیت کوي.
خبرپاڼه کې راغلي، یاده کمېټه د واورو، بارانونو او نورو طبیعي پېښو له امله د رامنځته کېدونکو بحراني حالاتو پر مهال د هېوادوالو ستونزو ته د بېړنۍ او پر وخت رسېدنې په موخه فعالیت کوي.
سرچینه زیاتوي، هېوادوال کولای شي د اضطراري حالاتو پر مهال له یادې کمېټې سره په مستقیم ډول تماس ونیسي، تر څو د ستونزو د کمولو او د لازمې همکارۍ او اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې لازم اقدامات ترسره شي.
د خبرپاڼې له مخې، همدارنګه په ولسوالیو کې به د یادې کمېټې په همغږۍ، د اړوندو ولسوالانو له لارې د اړتیا وړ رسېدنه او همکاري تنظیمېږي، او ټولې ذیربط ادارې د هر اړخیزې همکارۍ مکلفې دي.
د کابل ولایت مقام لیکلي، د یاد هدایت پر بنسټ، د احتمالي ستونزو د رامنځته کېدو د مخنیوي او د خلکو د ژغورنې په موخه، د اضطراري کمېټې په چوکاټ کې سیارې ګزمې هم ایجاد شوې دي، چې په منظم ډول به د عمومي شاهراهګانو او د ولسوالیو په کچه ګزمې ترسره کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP