Language

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د مهمندرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار امنیه قومانداني په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پېښه تېره شپه د مهمندرې ولسوالۍ اړوند د غزکي کولالي په سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په دغه پېښه کې یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.