Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران د بهرنیو چارو وزير له امریکايي لوري سره د خبرو لپاره عمان ته رسېدلی

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د یوه پلاوي په مشرۍ له امریکا سره د خبرو لپاره د عمان پلازمېنې مسقط ته تللی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د تېرې سه‌شنبې په ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې سیدعباس عراقي ته يې له امریکا سره د خبرو کولو امر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه دغه مذاکرات د ترکيې په استانبول کې ترسره شي، خو ایران غوښتل چې له امریکا سره د خبرو نوې دوره د ترکیې پر ځای په عمان کې پیل شي او ویلي یې و چې دا مذاکرات یوازې په اټومي موضوع پورې محدود وي.

په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن (جمعه) پر خپله اېکس‌پاڼه عمان ته د عراقچي د سفر خبر ورکړی دی.

هغه لیکلي: «د بهرنیو چارو وزیر د یوه ډیپلوماتیک پلاوي په مشرۍ له امریکا سره د اټومي مذاکراتو لپاره مسقط ته تللی دی. دغه ډیپلوماتیک تعامل د دغه هدف لپاره ترسره کېږي چې د اټومي موضوع پر سر یوې عادلانه، دواړو خواوو ته د منلو او عزتمنې موافقې ته ورسېږو.»

بقایي لیکلي: «موږ مسوولیت لرو چې هیڅ فرصت له لاسه ورنه کړو څو د ډیپلوماسۍ له لارې د ایران د خلکو ګټې تأمین او په سیمه کې د سولې او آرامتیا ساتنه وکړو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ګاونډیو او سیمې هغو هېوادونو مننه کړې چې د دې مذاکراتو په برابرولو کې یې رول لوبولی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.