Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غور د الله‌یار ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښته شکایت کوي

فیروزکوه (پژواک، ۱۸ دلو ۱۴۰۴): د غور ولایت د الله‌یار ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته په لاسرسي کې له ستونزو شکایت کوي؛ خو مسوولین وایي چې د هغوی د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.

د پژواک خبریال د الله‌یار ولسوالۍ د غارګردک، اب‌خزه، پای‌چیګه، چشمه‌هوک، خوش‌دره، قلقن، خاکسترک، خیرخانه، چشمه‌بید، قدوق، اسپیق، کمرزرد او دوشاخي کلیو له یو شمېر اوسېدونکو سره مرکې کړې دي. هغوی د څښاک پاکو اوبو کمښت خپله اساسي ستونزه بللې او د دې ستونزې د حل غوښتنه یې کړې ده.

د الله‌یار ولسوالۍ اوسېدونکي

د غور د الله‌یار ولسوالۍ د چشمه‌بید کلي اوسېدونکی ۳۴ کلن محمدابراهیم وایي، د دوی د کلي په ګډون څو نور کلي د څښاک د پاکو اوبو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دي او ژوند یې په کړاو کې دی.

هغه زیاتوي: «موږ هره ورځ ساعتونه لار وهو او له لرې چینو په خبرو اوبه راوړو؛ که ژمی وي که دوبی، دغه کار د ښځو او ماشومانو لپاره ډېر سخت دی.»

دی وایي، د دوی په کلي کې خوږې اوبه نشته، خپله هم د ژورو څا‌ګانو کیندلو وس نه لري او هغه کسان چې د ژورو څا‌ګانو اوبه کاروي، اوبه یې مالګینې دي او د څښلو وړ نه دي.

د نوموړي په خبره، د هرې څاه کیندل ۲۰ تر ۲۵ زره افغانۍ لګښت غواړي؛ له همدې امله ډېری خلک اړ دي چې د څښاک لپاره د لرو سیمو له چینو اوبه راوړي.

محمدابراهیم وویل، مېرمن یې د مالګینو اوبو څښلو له امله د پښتورګو ناروغی پیدا کړې او د درملنې لپاره یې ډېرې پیسې مصرف کړې دي.

هغه زیاتوي: «موږ څو ځلې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست او موسسو ته وړاندیز کړی چې زموږ کلي ته د نل‌ِغځولو شبکه جوړه شي، خو تر اوسه هیڅ پاملرنه نه ده شوې. د څا‌ګانو اوبه مالګینې دي، د څښلو نه دي؛ اړ یو د لرو سیمو له طبیعي چینو چې څلور تر پنځه ساعته لاره ده، اوبه راوړو، نه پوهېږو چې تر کومه بریده صحي دي، خو استفاده کوو یې؛ ځکه خوږې دي.»

هغه دغه‌راز وویل، پخوا د دوی په سیمو کې د طبیعي چینو اوبه بهېدلې او د څښاک او کرنې لپاره به ترې استفاده کېده، خو په تېرو لسو کلونو کې له ستونزې سره مخ شوي؛ ځکه اوس دا اوبه د دوی سیمو ته نه رارسېږي.

له بلې خوا، د دې ولسوالۍ د خاکسترک کلي اوسېدونکی عبدالقدیر فیصل هم ورته ستونزه یاده کړه، د مخکنیو حکومتونو پر مسوولینو یې نیوکه وکړه، ویې ویل چې هغوی په کلیو کې د څښاک پاکو اوبو ستونزې ته پاملرنه نه کوله، سره له دې چې دا ستونزه یې څو ځلې له بېلابېلو ادارو سره شریکه کړې وه.

هغه وایي، د دوی د کلي ترڅنګ د غارګردک، پای‌چیګه، چشمه‌هوک، خوش‌دره، قلقن، خاکسترک، خیرخانه، چشمه‌بید، قدوق، اسپیق، کمرزرد او دوشاخي کلیو اوسېدونکي هم د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «د یادو کلیو ډېری اوسېدونکي اړ دي چې د کال په ټولو موسمونو کې د غرونو او درو په سختو لارو شپږ اته ساعته مزل وکړي او پر خرو اوبه راوړي. ښځې، سړي، نجونې او هلکان ټول په دغه کړاو کې شریک دي.»

نوموړي له اسلامي امارت، موسسو او خیریه بنسټونو وغوښتل چې د دې ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.

دغه‌راز، د دې ولسوالۍ د خیرخانې کلي اوسېدونکی حفیظ‌الله هم د څښاک پاکو اوبو د کمښت له ستونزې شکایت کوي او وایي: «له دولت او موسسو زموږ یوازېنۍ غوښتنه دا ده چې زموږ د اوبو ستونزې ته رسېدنه وکړي. ښځې او ماشومان مو ککړې اوبو څښي، تل ناروغه وي؛ کله اسهال وي، کله یې پر لاسونو او مخ دانې راخیژي. زموږ ډېره انرژي یوازې د اوبو په پیدا کولو کې لګېږي.»

کارپوهان: مالګینې او ناپاکې اوبه د روغتیا لپاره ګواښ دي

د غور په ولایتي روغتون کې موظف ډاکټر فضل‌الحق فرجاد وایي چې د ککړو او مالګینو اوبو اوږدمهاله استعمال جدي روغتیايي ستونزې رامنځته کولی شي.

هغه زیاته کړه: «د ماشومانو، ښځو، سپین‌ږیرو او په عمومي ډول د ټولو خلکو لپاره د مالګینو او ناپاکو اوبو استعمال خطرناک دی؛ د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت کموي او د اسهال، د معدې درد او د بډوډو ستونزې رامنځته کوي.»

دی ټینګار کوي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی، د ژورو څا‌ګانو کیندل، د اوبو رسولو پایداره شبکو جوړول او د اوبو جوشول یا تصفیه کول، د ککړو اوبو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو کمېدو کې بنسټیزې لارې دي.

په همدې حال کې د دغه ولایت یو ټولنیز فعال احمدالله کاکړ وايي، د څښاک پاکو اوبو د کمښت ستونزه یوازې په الله‌یار ولسوالۍ پورې محدوده نه ده، بلکې د ولایت په نورو سیمو کې هم شته.

هغه د پاکو اوبو کمښت د پرله‌پسې وچکالیو او د پخوانیو حکومتونو له لوري د نل‌ِغځونې شبکو د نه پاملرنې پایله بولي.

نوموړی وایي، د دې ستونزې حل د دولت او موسسو مسوولیت دی او زیاتوي: «دې ستونزې ته باید جدي پاملرنه وشي. په زیانمنو سیمو کې د اوبو رسولو د پایداره شبکو جوړول کولای شي د بشري او چاپېریالي ناورینونو او همدارنګه د ناروغیو خپرېدو مخه ونیسي.»

مسوولین: د خلکو لپاره د پاکو اوبو برابرولو هڅې روانې دي

د غور د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیح‌الله غوثي‌زاده وایي، د نړۍوال بانک، د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)، د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM)، نړۍوال غیرانتفاعي او بشري بنسټ (ورلډویژن) او نورو په ملاتړ، سږ کال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او سیمو کې د اوبو رسولو ۷۲ پروژې پلې شوې دي چې پر مټ یې تر ۱۷ زرو ډېرو کسانو ته د پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه: «یادو موسسو سږ کال د اوبو رسولو ښې پروژې عملي کړې دي چې ډېری یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د ۷۲ پلې شوو پروژو ټول لګښت ۳۰۹ میلیونه، ۸۵ زره او ۱۷۶ افغانۍ و، او موږ تل هڅه کړې او کوو چې ټول خلک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی ولري.»

نوموړي همدارنګه وویل چې د بېلابېلو ولسوالیو، په ځانګړي ډول د الله‌یار ولسوالۍ د ۳۲ کلیو غوښتنې یې په مرکز کې له مسوولینو او اړوندو ادارو سره شریکې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.