کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پاکستان د دفاع د وزیر وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې د اسلاماباد د تېرې ورځې چاودنه یې په افغانستان پورې تړلې، ویلي چې دا ډول څرګندونې او افغانستان ته د تورونو نسبت هیڅ ډول منطق او اساس نه لري.
د اسلاماباد په یوه جومات کې د پرون ورځې چاودنه کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۱۶۹ نور ټپیان دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یاده پېښه غندلې او ویلي یې دي: «د افغانستان اسلامي امارت دا ډول بریدونه چې د سپېڅلو شعایرو او جوماتونو سپکاوی کوي او لمونځکوونکي او ملکي وګړي په نښه کوي، د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل ګڼي او په سختو ټکو یې غندي.»
له دغه برید وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې چې په دغه برید کې ښکېل کس په افغانستان کې حضور درلود.
په همدې حال کې، د افغانستان د ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو د خواجه آصف دا ادعا بېاساسه بللې او ویلي یې دي: «د پاکستاني چارواکو د ادعاوو په غبرګون کې، په خواشینۍ باید وویل شي چې د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد په یوه جومات کې تر پېښې وروسته، سره له دې چې د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت دغه پېښه غندلې وه، د پاکستان د دفاع وزیر د تېر په څېر، سمدستي او په غیرمسوولانه ډول دا پېښه افغانستان ته نسبت کړه.»
یاد وزارت ټینګار کړی چې پاکستاني چارواکو پخوا هم د بلوچستان د پېښو او نورو حوادثو په تړاو، له لازمې پلټنې او څېړنې پرته او په پټو سترګو، د تور ګوته افغانستان ته نیولې ده.
په اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار شوی چې دا ډول څرګندونې او افغانستان ته د تورونو نسبت هیڅ منطق او اساس نه لري، او په دې ډول بېپروا او عجولانه خبرو سره نه شي کېدای امنیتي ناکامۍ پټې کړي او ستونزې حل شي.
په اعلامیه کې راغلي: «که رښتیا هم هغوی کولای شول چې له پېښې وروسته سمدستي عاملین وپېژني، نو ولې یې د پېښې له رامنځته کېدو مخکې د هغې په مخنیوي کې ناکام شوي؟»
د ملي دفاع وزارت زیاتوي چې د افغانستان حکومت اسلامي ارزښتونو ته ژمن دی او هیڅکله د سیاسي موخو لپاره د بېګناه کسانو وژل او ځورول روا نه ګڼي او نه هم د دې ډول ناقانونه کړنو له عاملینو ملاتړ کوي.
په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي: «د پاکستان امنیتي مسوولین باید د امنیتي ناکامیو له مسوولیته د تېښتې او د عامه افکارو منحرفولو پر ځای، خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي، پر خپلو تګلارو بیاکتنه وکړي او د دې پر ځای چې خپل خلک او ګاونډي هېوادونه له ځانه لرې او مخالف کړي، د مثبت تعامل او همکارۍ روحيه خپله کړي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP