فیروزکوه (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۴): په غور ولایت کې یو شمېر بېوزلي او یتیم ماشومان چې د فقر له امله په سختو او درنو کارونو بوخت دي، غواړي د زدهکړو زمینه ورته برابره شي. کارپوهان په اقتصادي او تعلیمي برخو کې د دغو ماشومانو پر ملاتړ ټینګار کوي او مسوولین وايي چې ځیني پروګرامونه ورته لري.
نږدې څلور لسیزې جګړې په هېواد کې د فقر او بېکارۍ ډېرېدو لامل شوې او زرګونه کونډې او یتیمان یې پر ځای پرېیښي دي. غور ولایت هم له دې ستونزو مستثنا نه دی؛ پراخ فقر، بېکاري او زدهکړو ته محدود لاسرسي یو شمېر ماشومان اړ کړي چې د ژوند اړتیاوو پوره کولو لپاره سخت او شاقه کارونه وکړي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دغه وضعیت دوام به ماشومان له زدهکړو محروم کړي او فقر به لا ډېر شي؛ دا هغه موضوع ده چې د مسوولو ادارو او مرستندویو بنسټونو جدي پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري.
د حضرتمیر په نوم یو ۱۵ کلن ماشوم هر سهار وختي د ښوونځي د بکس پر ځای، یو زړه کڅوړه چې د بوټونو رنګ، بورسونه او قطي پکې وي، اوږې ته اچوي او د فیروزکوه ښار پر لور روانېږي.
هغه په خپلو کوچنیو او ستړو لاسونو د خلکو بوټان رنګوي او بورسوي یې؛ دا یو داسې سخت کار دی چې د ده په وینا، د یوه ماشوم له وسه پورته دی.
دغه ماشوم په ارام خو په دردمن غږ وويل: «غوښتل مې لکه د نورو ماشومانو ښوونځي ته ولاړ شم، کتابونه ولرم او ډاکټر شم؛ خو پلار مې ناروغ دی، مجبور یم کار وکړم.»
هغه زیاته کړه، پلار یې فلج دی او پر بستر پروت دی، په سړو او واورینو ورځو کې کار ورته لا سختېږي او په دغو ورځو کې نه شي کولای د خپلې څلورکسیزې کورنۍ نفقه پوره کړي او ځینې ورځې تش لاسونه کور ته ستنېږي.
هغه وايي: «ځینې ورځې چې هوا ډېره سړه او واورینه وي، پیسې نه شم پیدا کولی او یا خو تش لاس کور ته ځم او یا دوه درې ډوډۍ له ځانه سره وړم.»
هغه د اسلامي امارت له مسوولینو، خیریه بنسټونو او خیرغوښتونکو کسانو غوښتنه کوي چې د کورنۍ د نفقې په برابرولو کې یې ورسره مرسته وکړي او د ده او کشرې خور لپاره یې د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي، څو وکولای شي درس ووایي.
دا یوازې حضرتمیر نه دی چې اقتصادي ستونزو د بوټونو پاکولو کار ته اړ کړی؛ بلکې د فیروزکوه ښار په بېلابېلو ساحو کې هره ورځ لسګونه ماشومان کار کوي، څو له خپلو کورنیو د اقتصادي ستونزو په راکمولو کې مرسته وکړي.
رمضان یو بل ۱۲ کلن ماشوم دی چې په فیروزکوه کې هره ورځ د سونتوکو او زړو اوسپنو په راټولولو بوخت وي؛ په داسې حال کې چې باید ښوونځي ته ولاړ شي او درس ووایي.
هغه وايي: «هره ورځ له سهاره تر ماښامه زړې اوسپنې او لرګي ټولوم، ۵۰ – ۶۰ افغانۍ کېږي؛ وچه ډوډۍ، چای، بوره او ځیني نور شیان اخلم او کور ته یې وړم. مکتب ته تلل غواړم، خو که کار ونه کړم، زموږ په کور کې ډوډۍ نه پیدا کېږي؛ کاش یوه ورځ وکولای شم درس ووایم او د نورو ماشومانو په څېر ژوند وکړم.»
رمضان یتیم دی او اړ دی چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره کار وکړي، څو مور او خور یې وږي پاتې نه شي. هغه هغو ماشومانو ته په اشاره چې ښوونځي ته ځي وايي: «ډېر مې زړه غواړي مکتب ته ولاړ شم او درس ووایم، خو مور مې وايي که کار ونه کړې، د کور لګښت به څنګه برابر شي؟.»
له بلې خوا، ۱۴ کلن امیرحمزه په فیروزکوه کې د فقر او بېوزلۍ له امله نیمه ورځ د پلاستیکونو او سکرو په راټولولو تېروي، څو خپل کور ګرم وساتي او پنځهکسیزه کورنۍ یې د ژمي سړې شپې په تودوخه کې تېرې کړي.
هغه وايي: «کله چې مکتبونه خلاص وو، سهار مکتب ته تلم او له غرمې وروسته مې کار کاوه؛ خو اوس له سهاره تر مازدیګره له بازار او کوڅو پلاستیکونه، د نوشابې او معدني اوبو بوتلونه او سکاره راټولوم او کور ته یې راوړم. مور مې اور پرې بلوي، ډوډۍ او چای برابرېږي او موږ هم ځانونه ګرم ساتو.»
هغه زیاتوي چې پلار یې ورځمزدورۍ په لږ عاید نه شي کولای په یوازې ځان د کور اړتیاوې پوره کړي او ډېری ورځې په ډېرو لږو امکاناتو ژوند کوي.
امیرحمزه هیله لري چې ښوونځي ته ولاړ شي، درس ووایي او کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو خلاصه شي. هغه وايي: «کاش مرسته وشي، څو موږ هم د نورو ماشومانو په څېر درس ووایو او هڅه وکړو.»
۳۷ کلنه زینب چې د دغه ماشوم مور ده، وايي هره ورځ چې زوی یې د کار لپاره له کوره وځي، د هغه په اړه اندېښنه لري؛ ځکه په ډېرو سختیو سره هڅه کوي د کورنۍ د نورو غړو لپاره نفقه برابره کړي.
هغه د اسویلي په کولو سره وویل: «هیڅ مور نه غواړي اولادونه یې سخت کارونه وکړي؛ زه خپله غواړم اولادونه مې درس ووایي او پوه شي، خو چې ډوډۍ نه وي، مکتب ته تلل هم ممکن نه دي.»
دا مور ټینګار کوي که دولت او مؤسسې دوامداره مرستې وکړي او د ماشومانو لپاره یې د زدهکړو زمینه برابره شي، نو هغوی به د سختو کارونو پر ځای مکتب ته ولېږي.
له بلې خوا، د ښوونیزو چارو کارپوه احمدوفاق وايي: «موږ ډېر داسې ماشومان وینو چې د فقر او بېوزلۍ له امله مکتب ته نه شي تللی، د هغوی کورنۍ بېکاره دي، ډوډۍ راوړونکي نه لري او اقتصادي ستونزې راګیر کړي دي؛ له همدې امله اړ کېږي خپل ماشومان سختو کارونو ته ولېږي.»
هغه ماشومان د هېواد راتلونکي جوړوونکي بولي او ټینګار کوي، ډېری هغه ماشومان چې د فقر او بېوزلۍ له امله کارونو ته اړ شوي، له مکتبه پاتې کېږي او د سواد له نعمته بېبرخې کېږي؛ دا هغه څه دي چې د هېواد راتلونکې ته جدي زیان رسوي.
احمدوفاق وویل: «حکومت او همکار بنسټونه باید هڅه وکړي چې په هر ممکن ډول د دغو ماشومانو لپاره د زدهکړو او تعلیم زمینه برابره کړي.»
دغه کارپوه له دولت، ملي او نړۍوالو بنسټونو غواړي چې د کورنیو د اقتصادي ملاتړ او د تعلیمي پروګرامونو پلي کولو له لارې مکتبونو ته د ماشومانو د بېرته ستنېدو زمینه اسانه کړي.
په همدې حال کې، د غور د کار او ټولنیزو چارو رییس نصرالله انصار پژواک ته وویل: «د ماشومانو د ژغورنې لپاره مو د یونیسف له دفتر او نورو مؤسسو سره په همغږۍ هڅې کړې دي. له ټول ښاره ۵۰۰ کارګر ماشومان راټول شوي چې له دې ډلې ۹۰ یې سرې میاشتې ته معرفي شوي او هر یوه ته په میاشتني دوه زره افغانۍ ورکول کېږي. همدارنګه د دغو ماشومانو ۱۰۴ کورنۍ د فن او حرفې په پروګرامونو کې شاملې شوې او ۲۵۰ ماشومان ښوونځي ته د چمتووالي په ټولګیو کې جذب شوي دي.»
رئیس کار و امور اجتماعی غور میافزاید که در ادامۀ فعالیتهای این اداره، ۳۳۰ کودک یتیم، از جمله ۹۰ دختر، در یتیمخانۀ این ریاست جذب شدهاند و برای همۀ آنان زمینۀ آموزش فراهم گردیدهاست.
د غور د کار او ټولنیزو چارو رئیس زیاتوي چې د دې ادارې د فعالیتونو په دوام کې، ۳۳۰ یتیم ماشومان، چې ۹۰ نجونې هم پکې شاملې دي، د دې ریاست یتیمخانې ته جذب شوي او د ټولو لپاره د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
انصار څرګندوي چې د (ANDO) خیریه مؤسسې په ملاتړ ۶۰۰ رااړول شوي ماشومان خپلو کورونو ته ستانه شوي او ۷۰ ناروغ ماشومان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وینا، همدارنګه د ۱۲۰ ماشومانو قضایي دوسیو ته رسېدنه شوې او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مرسته ۷۰۰ نورو ماشومانو ته ژمنۍ مرستې وېشل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP