پاراخ (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۴): د پنجشېر ځایي چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت د عنابې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په لومړي ځل د «ګرین ګارنېټ» قیمتي ډبرو کان تثبیت شوی دی.
ګرین ګارنېټ د ګارنېټ شین رنګې قیمتي ډبره ده چې تر ډېره په ګاڼو او نورو زینتي لوازمو کې کارېږي.
د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون پژواک ته وویل چې د ګرین ګارنېټ یاد کان د کانونو او پټرولیم وزارت د متخصصینو د ټیم له لوري، د پنجشېر د کانونو له ریاست سره په همغږۍ د عنابې ولسوالۍ په ابدره سیمه کې پېژندل شوی او تثبیت شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د پنجشېر د کانونو ریاست د دغه کان د استخراج د پیل ډاډ ورکړی او د «سید رحیم» په نوم یوه کس ته یې د مسلکي استخراج جواز هم صادر کړی دی.
هغه زیاتوي چې د ګرین ګارنېټ قیمتي ډبرو کان په لومړي ځل د پنجشېر د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو کانونو په نوملړ کې شامل شو او تمه ده چې استخراج یې د دغه ولایت د کانونو په پراختیا او اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.
د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر د روانې سلواغې میاشتې په اتمه اعلان کړی و چې په دغه ولایت کې تازه لس د یاقوت کانونه تثبیت شوي او همدارنګه د بیروج کان د استخراج چارې هم پیل شوې دي.
تېر کال هم په پنجشېر کې د یاقوتو یوه کان استخراج پیل شوی و او له څو کلونو راهیسې د زمردو کانونو پراخ استخراج روان دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP