کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۴): مالیې وزارت وایي، د مخکنۍ پرېکړې له مخې، سر له ننه د هېواد په ګمرکونو کې له پاکستانه د درملو راواردولو اجازه نه ورکول کېږي او د درملو په ګډون د ټولو قاچاقي توکو په کلکه مخنیوی کوي.
یاد وزارت د لړم په ۲۲مه خبر ورکړی و چې د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت د هدایت پر اساس، له راتلونکو درېیو میاشتو وروسته له پاکستانه واردېدونکي درمل نه محصولوي.
د مالیې وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې یاده نېټه پوره شوې او سر له نن څخه د هېواد په ټولو ګمرکونو کې پاکستاني درملو ته د راوادولو اجازه نه ورکول کېږي او همدارنګه به د تل په څېر له قاچاقي لارو د درملو په ګډون د هر ډول توکو د رالېږد مخنیوی هم په کلکه کېږي.
هغه ویلي، ټول هغه قاچاقي توکي چې د ګمرک له ساحې بهر نیول کېږي، عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي او نیول کېدونکي توکي د محکمې له پرېکړې سره سم لهمنځه وړل کېږي.
نصیر له سوداګرو غوښتنه کړې څو د پاکستاني درملو پر ځای له بدیلو لارو درمل را وارد کړي چې په دې برخه کې به ورته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان څه باندې درې میاشتې مخکې وروسته له هغه ټولې سوداګریزې لارې له افغانستان سره وتړلې چې پاکستاني ځواکونو ډیورند کرښې ته نږدې بریدونه وکړل او د افغانستان حریم یې نقض کړ او له هغه وروسته د اسلامي امارت ځواکونو هم غچاخیستونکي بریدونه ترسره کړل.
وروسته د افغانستان د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د لړم په ۲۱مه له صنعتکارانو او سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان پر ځای له بدیلو سوداګریزو لارو ګټه واخلي او که دا کار ونه کړي، د کومې ستونزې رامنځته کېدو په صورت کې اسلامي امارت د هغوی ستونزو ته رسېدنه نهکوي.
هغه ویلي وو، دا چې پاکستان په وار وار سوداګریزې لارې تړلې او اوس یې هم تړلې او له سوداګریزو مسایلو یې سیاسي استفاده کړې چې له امله یې د دواړو هېوادونو سوداګر او صنعتکاران زیانمن شوي، اسلامي امارت اړ شو چې دا پرېکړه وکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ترینګلتیاوو وروسته، د کابل او اسلاماباد ترمنځ مذاکرات یو ځل په قطر، یوځل په سعودي عربستان او دوه ځلې په ترکیه کې ترسره شول، خو مثبتو پایلو ته ونه رسېدل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو چې د پاکستاني پلاوي غیرمسوولانه چلند او نه همکاري د دې لامل شول چې د اسلامي امارت د نېک نیت او د منځګړو هڅو سربېره د ترکیې مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP