Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسلامي همکاریو سازمان او جرمني استازو په افغانستان کې پر وروستیو بدلونونو غږېدلي

کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۴): په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان ماموریت وایي چې د دغه سازمان سفیر د جرمني له شارژدافیر سره لیدلي او په افغانستان کې یې د وروستیو بدلونونو، امنیتي وضعیت، بشري او اقتصادي شرایطو او سیاسي ننګونو په اړه خبرې کړې دي.

په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان ماموریت پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي، د دغه سازمان سفیر محمدسعید العیاش د افغانستان لپاره د جرمني سفارت له شارژدافیر رولف ډیټر راینهارډ سره لیدنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادله وکړه. بحثونه تر ډېره پر امنیت او همدارنګه په دغه هېواد کې پر بشري او اقتصادي وضعیت متمرکز وو. دواړو لورو همدارنګه د افغانستان سیاسي بدلونونه او هغه ننګونې وڅېړلې چې دغه هېواد ورسره مخ دی چې په کې د دوامدارې نړۍوالې همکارۍ او ملاتړ اړتیا هم شامله وه.»

دغه ماموریت زیاتوي، دواړو لورو په دې لیدنه کې د دوامدارې همکارۍ او همغږۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او همدارنګه یې د افغانستان د ثبات د ملاتړ او د بشري وضعیت د ښه‌والي لپاره د همکاریو پر دوام هم ټینګار کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.