Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دوو وروڼو یو ډول ډي‌اېن‌اې د قتل یو قضیه پېچلې کړې ده

کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۴): سامویل او جرمي وای چې ۳۳ کلن غبرګوني وروڼه دي او ډي‌اېن‌اې یې یو ډول ده، په فرانسه کې د دوو کسانو پر وژنه تورن شوي؛ خو د هغوی د جنیټیکي ورته‌والي له امله پولیس تر اوسه نه دي توانېدلي معلومه کړي چې ډزې کوم یوه ترسره کړې دي.

د فرانسوي ورځپاڼې «لو پاریزین» د راپور له مخې، د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۱۴مه د فرانسې د پلازمېنې پاریس ښار په شمال کې، د سنت‌اون په سیمه کې دوه کسان ووژل شول. همدارنګه، د هماغه کال د اکټوبر په درېیمه د وژنې څو ناکامې هڅې هم ترسره شوې وې.

په راپور کې ویل شوي چې په دې قضیه کې د «سامویل او جرمي وای» په ګډون پنځه کسان محاکمه کېږي.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، د یادو دوو وروڼو د یو ډول ډي‌اېن‌اې له امله پولیس له ستونزې سره مخ شوي او نه توانېدلي معلومه کړي چې پر وسلې موندل شوې ډي‌اېن‌اې د سامویل ده که د جرمي.

دغه‌راز، د جنیټیک برخې کارپوهان چې دغه قضیه یې څېړلې ده، هم د دواړو ترمنځ کوم توپیر نه دی موندلی او د راپور له مخې، یوازې د دوی مور کولای شي د دواړو ترمنځ توپیر وکړي.

دا قضیه د تورنو د بشپړ جنیټیکي ورته‌والي له امله په فرانسه کې له بېسارو جنایي دوسیو بلل کېږي او د حل هڅې یې لا هم روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.