Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د غشي وېشتلو سیالۍ د «البدر لوبډلې» په بریا پای ته ورسېدې

غزني‌ښار (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴): د غزني ولایت د مرکز اړوند په نواباد ساحه کې د ۲۶ لوبغاړو ترمنځ د غشي وېشتلو سیالۍ د «البدر لوبډلې» په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د غزني د بدني روزنې او المپیک امر بلال مجاهد پژواک ته وویل، دا سیالۍ د پنځو لوبډلو په ګډون د غشي وېشتلو فدراسیون له لوري جوړې شوې وې.

هغه زیاته کړه چې د سیالیو د وروستیو پایلو له مخې، د البدر لوبډلې د ۳۱۳ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.

دی وایي چې د جاغوري ولسوالۍ د پیمان لوبډلې د ۲۳۸ امتیازونو په ګټلو سره دویم مقام ترلاسه کړ.

د هغه په خبره، یادې سیالۍ د لوبغاړو د هڅونې، د غشي وېشتلو د ودې او د دودیزو او سیمه‌ییزو لوبو د پراختیا په موخه ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د اړوندې ورزشي څانګې د مسوولینو له لوري غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او ډالۍ هم ووېشل شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.