Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جاپان د پولیو د له منځه وړلو لپاره له افغانستان سره څه باندې ۶ میلیون ډالر مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴): جاپان په افغانستان کې د پولیو ویروس د له منځه وړولو لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ له صندوق سره د ۶.۲۶ میلیون امریکایي ډالرو مرسته وکړه.

په افغانستان کې د جاپان سفیر کینیچي نن په کابل کې په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې وویل، دا د ویاړ ځای دی چې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو پروژې د هوکړه‌لیک د لاسلیک مراسمو کې ګډون کوي.

هغه زیاته کړه چې یاده مرسته د جاپان د نړۍوالې همکارۍ ادارې (جایکا) له لوري ورکوي او دا پروژه به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پلې کوي.

دی وایي چې د دې پروژې هدف د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د پولیو منظم واکسیناسیون او ملي کمپاینونه ترسره کول دي چې په ټولیزه توګه به له ۱۷ میلیون ډېر هلکان او نجونې تر پوښښ لاندې راولي.

د جاپان سفیر زیاته کړه: «د نن ورځې مراسم یوازې لاسلیک نه دی، بلکې د هغو اقداماتو پیل دی چې افغان ماشومان له پولیو ژغوري. دا د هغوی د روغتیا او راتلونکي خوندي کولو او همدارنګه د یوې روغې او پیاوړې ټولنې رامنځته کولو برخه کې زموږ د ژمنې بیا تازه کول دي.»

هغه وویل، جاپان د پولیو د دایمي له منځه وړلو لپاره د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی.

په افغانستان کې د یونیسف د استازې مرستیالې انډرېیا جېمز وویل چې په دې پروژه کې به له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد او نور واکسینونه ورکړل شي.

هغې زیاته کړه چې دا مرسته د افغانستان د روغتیا له سکټور سره د جاپان اوږدمهاله ملاتړ څرګندوي او د پولیو د بشپړ له منځه وړو برخه کې نړۍوالې موخې ته د رسېدو په لاره کې له پرمختګونو سره مرسته کوي.

هغې وویل: «په افغانستان کې د پولیو له منځه وړل شونې دي، خو دا یوازې هغه وخت کېدای شي چې هر ماشوم ته په هر ځل کمپاین کې واکسین ورکړل شي. د جاپان د حکومت او خلکو دوامداره ملاتړ له موږ سره مرسته کوي څو دا چاره ممکنه کړو او ډاډ ترلاسه کړو چې واکسین تر ټولو زیانمنو ماشومانو، په ځانګړي توګه په لرو پرتو سیمو کې، ورسېږي. د ثابتې ژمنې او بې‌ځنډه واکسیناسیون په واسطه موږ کولی شو ماشومان وژغورو او د تل لپاره په افغانستان کې پولیو پای ته ورسوو.»

په افغانستان کې د جایکا ادارې مشر سوتا توساکا وویل، په ننني نوي هوکړه‌لیک کې به جایکا له یونیسف سره د پولیو د له منځه وړو او د منظم واکسیناسیون د لا پیاوړتیا برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

هغه وویل، هیله لري چې دا نوی نوښت به په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو برخه کې مرسته وکړي څو د ټولو افغانانو د هوساینې لامل وګرځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.