Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي او د کبانو روزنې سکټور د پراختیا طرحه تایید شوه

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي او د کبانو روزنې سکټور د پراختیا طرحه تایید شوه چې له مخې به یې د کبانو د تولید او روزنې ۷۷۰۰ کوچني، متوسط او لوی فارمونه جوړ شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه.

سرچینه زیاتوي، غونډې ته د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي وړاندې او له بحث وروسته تایید شوه.

خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې او مالدارۍ سکټور میکانیزه کول، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د څیړنیزو او ترویجي سیسټمونو پراختیا، د اوبولګونې سیسټمونو مدیریت، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخو کې د پانګونې ملاتړ او باکیفیته کرنیزو او حیواني محصولاتو ته د خلکو لاسرسی د دې پالیسۍ اساسي موخې دي.

اقتصادي معاونیت لیکلي، همدارنګه په دې غونډه کې د کبانو روزنې سکټور د پراختیا پر طرحه هم بحث وشو او تایید شوه.

خبرپاڼې له مخې، د دې طرحې له مخې به د هېواد په مختلفو سکټورونو کې د خصوصي سکټور د پانګونې له لارې په ۶۵۰۰ هکټاره ځمکه د کبانو  د تولید او روزنې ۷۷۰۰ کوچني، متوسط او لوی فارمونه جوړ شي.

سرچینه زیاتوي، د دې طرحې په تطبیق سره به په مستقیم ډول ۵۰ زره او په غیر مستقیم ډول به ۲۵۰ زره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت لیکلي چې یادې پرېکړې د نهايي تصمیم  په موخه د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر ته واستول شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.