Language

غزني کې ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او څلور نور ټبیان شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د دغه ولایت د مرکز اړوند ساحه د روضې کوتل سیمه د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه رنجر او ۵۸۰ موټرو د ټکر له امله شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په پېښه کې د رنجر دوو سپرلیو ژوند له لاسه ورکړی او په ۵۸۰ موټر کې هم څلور کسان ټپیان شوي دي.

امنیې قومانداني لیکلي چې د پېښې ټپيان روغتیایي مرکز ته لېږل شوي دي.

Related Topics