کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان برېښنا شرکت او د عزيزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د ۳۳۰ ميګاواټه لمریزې او ۵۱۵ میګاواټه حرارتي (ډبرو سکرو) برېښنا د تولید پروژو د عملي چارو د پیل قرارداد لاسلیک شو.
د دغه قرارداد د لاسلیک مراسم نن (چهارشنبه) د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي رییس ملا عبدالحق همکار، د عزیزي ګروپ د عمومي رییس میرویس عزيزي او د کابینې د یو شمېر غړو په حضور کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ترسره شول.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس ملا عبدالحق همکار په دغو مراسمو کې وویل چې د دغو پنځو پروژو د عملي چارو د پیل قرارداد لاسلیک د افغانستان د راتلونکې لپاره یو مهم ګام دی.
نوموړي زیاته کړه چې د دغو پروژو په پلې کېدو سره به ۱۰۰ میګاواټه لمریزه برېښنا د کابل په نغلو سیمه، ۱۰۰ ميګاواټه لمریزه برېښنا د پروان په باریکاب سیمه، ۱۳۰ میګاواټه لمریزه برېښنا په غزني، ۳۵۰ میګاواټه حرارتي برېښنا په بغلان او ۱۶۵ ميګاواټه نوره حرارتي برېښنا په تخار ولایتونو کې تولید شي.
هغه وویل، دغه پروژې چې د ۸۴۵ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري، د ۴۶۳ میلیون افغانیو په پانګونه پلې کېږي.
د هغه په خبره، د لمریزې برېښنا پروژې به په دوو کلونو کې او د حرارتي برېښنا پروژې به په دوهنیمو تر درېیو کلونو کې بشپړې شي.
همکار زیاته کړه چې د دغو پروژو له پیل سره به سلګونو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمدیونس آخندزاده وویل چې دغه وزارت به د یادو پروژو پلې کېدو په برخه کې بشپړه همکاري وکړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان پر افغانانو ډېر حقونه لري او اوس وخت رارسېدلی چې هېواد باید ځانبسیاینې ته ورسول شي.
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري له افغان پانګهوالو وغوښتل چې د افغانستان د نفت او ګازو د زېرمو د اکتشاف او استخراج برخه کې پانګونه وکړي.
د هغه په خبره، افغانستان د نفت او ګازو غني زېرمې لري او که استخراج شي، د هېواد اړتیاوې به پوره کړي.
په همدې حال کې، د عزيزي ګروپ عمومي ريیس میرویس عزيزي هم په دې ناسته کې وویل چې هر افغان باید د افغانستان پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي.
هغه وویل چې اوبه او برېښنا د هر هېواد له مهمو سکټورونو دي او د دغو سرچینو پر مټ ډېر کارونه ترسره کېدای شي.
نوموړي زیاته کړه چې په هېواد کې شته فابریکې نه شي کولای یوازې د جنراټورونو پر مټ فعالیت وکړي، بلکې ۲۴ ساعته برېښنا ته اړتیا لري، څو هېواد ځانبسیاینې ته ورسېږي.
د هغه په وینا، افغانستان له اوسني اقتصادي بحرانه د وتلو یوازېنۍ لاره د ۲۴ ساعته برېښنا شتون دی.
میرویس عزيزي همداراز وویل چې په راتلونکو میاشتو کې به د برېښنا د نورو پروژو د عملي چارو د پیل قراردادونه هم لاسلیک شي.
نوموړي له نورو سوداګرو او پانګهوالو وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، څو خلکو ته هم د کار زمینه برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP