Language

د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان نن له سوېلي افریقا سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۴): د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله دویمه لوبه نن له سوېلي افریقا سره ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ ملي لوبډله د شل‌اوریزو نړی‌والو سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه نن له سوېلي افریقا سره ترسره کوي.

د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ لوبه سهار لس بجې د هند په احمداباد ښار کې د نریندرا مودي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالۍ د هند او سریلانکا په کوربه‌توب روانې دي.

افغانستان په دغو سیالیو خپله لومړۍ لوبه نیوزلینډ ته بایللې ده.