Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د شفافیت نړیوال سازمان: په نړۍ کې فساد زیات شوی دی

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴):د شفافیت نړیوال سازمان وايي چې په ټوله نړۍ کې فساد مخ په زیاتېدو دی، او ان هغه هېوادونه چې ټینګې دموکراسۍ لري هم د مشرتابه د کیفیت د کمېدو له امله د دې پدیدې د زیاتوالي شاهدان دي.

یاد سازمان نن (سې‌شنبه) د ۲۰۲۵ کال کلنی راپور خپور کړی دی.

د دغه بنسټ په وینا، هغه هېوادونه چې په کې د فساد زیاتوالی ثبت شوی، په کې امریکا د ۱۰۰ څخه ۶۴ نمرې، کاناډا ۷۵، نیوزیلنډ ۸۱ او همدارنګه یو شمېر اروپايي هېوادونه شامل دي؛ لکه بریتانیا د ۷۰، فرانسه د ۶۶ او سویډن د ۸۰ نمرو سره.

د راپور له مخې، افغانستان د ۱۶ نمرو، ایران د ۲۳ نمرو او پاکستان د ۲۸ نمرو په ترلاسه کولو سره یاد شوي دي.

د شفافیت نړیوال سازمان وايي د رونټيا په برخه کې د ۲۰۲۴ کال په پرتله د افغانستان نمره یوه درجه راټیټه شوې ده. افغانستان په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې ۸ نمرې، په ۲۰۱۴ کال کې ۱۲، په ۲۰۱۵ کال کې ۱۱، په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې ۱۵، په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې ۱۶، په ۲۰۲۰ کال کې ۱۹، په ۲۰۲۱ کال کې ۱۶، په ۲۰۲۲ کال کې ۲۴، په ۲۰۲۳ کال کې ۲۰ او په ۲۰۲۴ کال کې له سلو څخه ۱۷ نمرې لرلې.

دا څرګندوي چې په افغانستان کې د فساد اوسنۍ کچه د ۲۰۱۸، ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کلونو له کچې سره برابره ده.

Screenshot

د شفافیت نړیوال سازمان زیاتوي، هغه هېوادونه چې لوړې نمرې ترلاسه کوي، د فساد کچه یې کمه وي او ټیټې نمرې د زیات فساد ښکارندویي کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې اداري فساد تر صفره رسېدلی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.