Language

کندهار کې د ۳۸ زره ګرامه سپینو زرو د قاچاق مخه نیول شوې ده

کندهار (پژواک ۲۳ سلواغه ۱۴۰۴): د کندهار ولایت مقام وایي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د ۳۸ زره ګرام سپینو زرو د قاچاق مخه نیولې ده.

د کندهار ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې‎ د ۲۰۵ البدر قول‌اردو ځواکونو یاد سپین زر د سپين‌بولدک د مازل ګلۍ سیمه کې د ګزمې پر مهال نیولي دي.

سرچینې د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې څو قاچاق وړونکي غوښتل یاد سپین زر ګاونډي هېواد ته په قاچاقي ډول انتقال کړي.