Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو بې‌درېغه راایستنه؛ کارپوهان یې پر مدیریت ټنیګار کوي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۴): د غزني یو شمېر اوسېدونکي او د چاپېریال برخې کارپوهان په دغه ولایت کې د لمریزې برېښنا په وسیله د کرنې لپاره د اوبو پر بې‌درېغه راایستل کېدو اندېښنه څرګندوي او وایي چې دا چاره د ځمکې لاندې اوبو زېرمو ته جدي ګواښ پېښوي.

د غزني د قره‌باغ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رحمت‌الله پژواک ته وویل چې لمریزه برېښنا د کرنې لپاره ارزانه او اغېزناکه وسیله ده، خو وایي د ځمکې لاندې اوبو بې‌درېغه راایستنه کولای شي د اوبو سطحه ټیټه کړي او په راتلونکي کې د کارېزونو، څاګانو او نورو سرچینو د وچېدو لامل شي.

هغه زیاته کړه: «په دغه ولایت کې د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو راایستنه ډېره شوې چې د ژمي په موسم کې هم خلک له ضرورت پرته اوبه راوباسي.»

د غزني د مرکز اوسېدونکي مرتضی پژواک ته وویل چې د لمریزې برېښنا پر سیسټم سمبالې څاګانې باید سمې مدیریت شي، څو د ځمکې لاندې د اوبو زېرمې خوندي پاتې شي.

د هغه په خبره: «په غزني کې همدا اوس د پخوا په پرتله د اوبو سطحه څو برابره ټیټه شوې او که وضعیت همداسې دوام وکړي، د کرنې او د خلکو د ژوند پر وړاندې به لویې ستونزې رامنځته شي.»

دی له حکومته غوښتنه کوي چې یادې ستونزې ته رسېدنه وکړي، کنه د اوبو زېرمې به وچې شي.

ورته مهال، ځیني بزګران بیا وایي، که د ژمي پر مهال اوبه را ونه ایستل شي، د ځمکې لاندې اوبو رګونه بندېږي او په دوبي کې بیا دوی د پخوا په څېر کافي اوبه نه شي ترلاسه کولای.

یوه بزګر رازمحمد وویل: «که د ژمي په موسم کې له برمو اوبه را ونه ایستل شي، د ځمکې لاندې د اوبو رګونه بندېږي او په دوبي کې بیا د تمې خلاف کافي اوبه نه ترې راایستل کېږي.»

د هغه په وینا، همدې اندېښنې ته په کتو دوی اړ دي چې د کال په ټولو فصلونو کې د اوبو راایستنه جاري وساتي.

د اوبو د مدیریت برخې یوه کارپوه انجنیر سیدیحیی سروش پژواک ته وویل چې د اوبو بې‌درېغه او غیرضروري راایستنه د اوبو د زېرمو د چټک کمېدو لامل کېږي او که دغه وضعیت همداسې دوام ومومي، ښایي په راتلونکي کې خلک د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شي.

هغه زیاته کړه، د ځمکې لاندې اوبه په زرګونو کلونو کې راټولې شوې دي او موږ یې بې‌مورده استفاده کوو؛ بېرته د دغو اوبو پوره کېدل په څو کلونو کې ناممکن دي.

دی زیاتوي: «که هر څومره ډېر بندونه، چک‌ډیمونه او نور جوړ شي، بیا هم د ځمکې لاندې اوبو لپاره دومره اغېزناک نه تمامېږي لکه پخوانۍ سرچینې. بندونه او چک‌ډیمونه د سېلابونو راتلو مخه نیسي او بندونو ته نږدې به د ځمکې لاندې اوبه تغذیه شي، خو ټولو ځمکو ته په کافي اندازه اوبه نه شي رسولی.»

دی له حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې د اوبو مدیریت لپاره روښانه تګلارې عملي کړي او په  لمریزه برېښنا سمبالې څاګانې تر څارنې لاندې راولي، څو د اوبو طبیعي زېرمې خوندي پاتې شي.

د دې اندېښنو په تړاو د غزني د سندیزې فرعي حوزې رییس مولوي شفیق‌الله منصور پژواک ته وویل چې په دې برخه کې یې تر ډېره خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی، خو بیا هم خلک جدي پاملرنه نه کوي او هڅه کوي چې په راتلونکي کې د اوبو لګولو سیسټم میکانیزه کړي.

نوموړي زیاته کړه، د پلان له مخې به هرې برمې ته د اوبو ځانګړی مېتر ولګول شي، څو د اوبو منظم مدیریت او له ضایع کېدو یې مخنیوی وشي.

ورته مهال، د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند زکریا هوتک وایي چې بزګران باید د اوبو د سپما برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.

د یادونې ده، غزني د هېواد یو له کرنیزو ولایتونو دی او شاوخوا ۸۰ سلنه اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.