Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا په قطر کې منتظرو افغانانو ته افغانستان ته د بېرته ستنېدو بدل کې پیسې ورکوي

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۴): د راپورونو پر بنسټ، د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د قطر په «السیلیه» کمپ کې مېشتو هغو افغانانو ته چې غواړي بېرته افغانستان ته ستانه شي، د پیسو ورکولو بهیر پیل کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سوېلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دستیار پاول کپور دا موضوع د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د سوېلي او مرکزي اسیا د فرعي کمېټې د استماعيه غونډې پر مهال مطرح کړې ده.

د هغه په خبره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې موخه چې په قطر کې د انتظار افغانانو کمپ وتړي، اوس هغو کسانو او کورنیو ته پیسې ورکوي چې غواړي بېرته افغانستان ته ستانه شي.

نوموړي زیاته کړې چې شاوخوا ۱۵۰ کسانو لا له مخکې دا مالي مرستې منلې دي.

کپور ټینګار کړې: «موږ افغانان په زور افغانستان ته نه ستنوو، ځیني په خپله خوښه تللي، خو موږ هيڅوک نه مجبوروو.»

هغه د ورکول کېدونکو پیسو د اندازې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.