Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غفران: د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته له ۴۰ ډېرو راډیوګانو د فعالیت جوازونه اخیستي

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۴): د راډيو له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پر ملاتړ ټینګار کوي او وايي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له ۴۰ ډېرو راډیوګانو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او په هېواد کې د غږيزو رسنیو شمېر ۲۲۸ ته رسېدلی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران نن د فبرورۍ ۱۳مه د راډيو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه غږیز کلیپ کې ویلي: «زموږ په ګران هېواد کې چې راډیوګانو له څو لسيزو راهيسې د صوتي رسنیو په توګه فعالیت کړی، د معلوماتو رسونې، پوهاوي، دیني، کلتوري، ټولنیزو او سیاسي پروګرامونو په وړاندې کولو سره يې اغېزناک او قوي رول ادا کړی او دغه اهمیت ته په کتو يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه لري.»
هغه زیاته کړې چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته له ۴۰ ډېرو راډیوګانې د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او اوس په ټول هېواد کې د غږيزو رسنیو شمېر ۲۲۸ ته رسېدلی دی.
غفران همدارنګه ویلي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر ټولو رسنیو ته ټینګار کوي چې د افغانستان د خلکو اسلامي او کلتوري ارزښتونو او د وزارت د خپرونو پالیسۍ په پام کې نیولو سره مؤثر، ګټور او هر اړخیز فعالیت ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.