Language

۴۸ ټنه بې‌کیفیته سمنټ له حیرتان بندره بېرته اوزبېکستان ته ګرځول شوي

کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې اعلان کړی چې ۴۸ ټنه غیرمعیاري سمنټ یې له ارزونې او د کیفیت له کنټرول وروسته له حیرتان بندره بېرته اوزبېکستان ته ګرځولي دي.

یادې ادارې نن (شنبه، د سلواغې ۲۵مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د تخنیکي ارزونې له مخې یاده اندازه سمنټو اړین معیارونه نه پوره کول، نو ځکه یې د هېواد بازارونو ته د داخلېدو اجازه ترلاسه نه کړه او بېرته مسترد شول.

د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي چې د وارداتي توکو د تثبیت او کیفیت د کنټرول بهیر د هېواد په ټولو بندرونو کې په شفاف، منظم او قاطع ډول روان دی او د خلکو روغتیا ته د زیان رسوونکو، غیرمعیاري او بې‌کیفیته توکو د داخلېدو پر وړاندې به هیڅ ډول نرمي ونه شي.

یادې ادارې له ټولو سوداګرو او واردوونکو غوښتي،چې د توکو تر واردولو مخکې د کورنیو معیارونو جدي رعایت او د سالم او باکیفیته بازار د تامین لپاره له دې ادارې سره همکاري وکړي.