هرات (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴): د هرات ولایت مقام وایي چې په دغه ولایت کې د سمنټو فابریکې جوړولو پروژې عملي چارې پیل شوې او ټاکل شوې په راتلونکو ۱۴ میاشتو کې بشپړې شي.
د هرات ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت والي شیخ مولانا اسلامجار د ګلبهار حبیبي په مشرۍ د ګلبهار شرکتونو ګروپ له مسوولینو او د یادې پروژې له انجینرانو سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د پروژې د عملي کار د رسمي پیل راپور وړاندې شو او ډاډ ورکړل شو چې د پروژې چارې به د راتلونکو ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړې او د سمنټو تولید به پیل شي.
خبرپاڼه کې راغلي، د هرات والي د یادې فابریکې د مسوولینو له هڅو ستاینه وکړه او د پروژې د چارو پر چټکتیا او پر ټاکلي وخت د بشپړېدو ټینګار وکړ.
د هرات ولایت مقام لیکلي چې اسلامجار د سمنټو پروژه د هېواد په کچه ملي پروژه وبلله او ویې ویل، د دې ډول پروژو په بشپړېدو سره افغانستان ګام په ګام د پرمختګ او ودې پر لور روانېږي
سرچینه کاږي چې د دې پروژې له بشپړېدو او ګټه اخیستنې وروسته به هره ورځ درې زره ټنه سمنټ تولید شي او د هېواد شاوخوا ۶۰ سلنه اړتیا به پوره کړي او ترڅنګ به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP