غزنيښار (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي او يو ماشوم ټپي دی.
د غزني امنيې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن مازدیګر د قرهباغ ولسوالۍ د علي چمبر سیمه کې د کابل کندهار پر لويه لار د یوه باروړونکي او مسافر وړونکي موټرو د ټکر له امله شوې ده.
سرچينه زياتوي چې په دې پېښه کې د دوو ښځو او يوه ماشوم په ګډون پنځه کسان مړه شوي او يو بل ماشوم ټپي دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونه د پېښې ځای ته پر وخت رسېدلي، ټپیان او جسدونه یې د غزني ملکي روغتون ته انتقال کړي دي.
سرچينې د پېښې لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي بللې ده.
د یادونې ده، وړمه ورځ هم په قرهباغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP