Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حقاني: نړیوال او ګاونډي هېوادونه دې د افغانستان له امنیت او ثبات څخه ملاتړ وکړي

کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ١٤٠٤): د کورنیو چارو وزیر د پولیسو پر تقوا او مسلکی‌توب د ټینګار تر څنګ، د هېواد امنیت او ثبات د سیمې او نړۍ لپاره مهم وباله، ویې ویل چې نړیوال او ګاونډي هېوادونه باید له دې بهیر ملاتړ او د دوام لپاره یې همکاري وکړي.

د پولیسو بنسټیز مسلکي کورس له شپږمې دوې میاشتني دورې څخه له کابل او ولایتونو ۳۴۰ تنه افسران فارغ شول.

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د یادو کسانو د فراغت په مراسمو کې وویل، هغه افسران چې د اسلامي عقیدې او مسلکي روزنې په روحیه سمبال دي، کولی شي ولس ته ارزښتمن خدمتونه وړاندې کړي.

هغه د امنیت ټینګښت، د جرمونو د مخنیوي او د نظام د پیاوړتیا په برخه کې د پولیسو رول مهم وباله او ویې ویل چې د پولیسو مسلکي کېدل د ټول هېواد د ثبات لپاره بنسټیز ارزښت لري.

ده د هېواد امنیت او ثبات د سیمې او نړۍ لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه چې نړیوال او ګاونډي هېوادونه باید د دې بهیر ملاتړ او د دوام په برخه کې یې همکاري وکړي.

د کورنیو چارو وزیر د پولیسو ځانګړنه تقوا، مسلکي‌توب او قرباني وبلله او ټینګار یې وکړ چې د امنیت خونديتوب اساسي وسیله مسلکي او باانضباطه پولیس دي.

هغه زیاته کړه چې زده‌کړې او اخلاقي معیارونه باید لومړیتوب ولري، ځکه د افرادو ناسم چلند د نظام پر باور منفي اغېز کوي.

د کورنیو چارو وزیر له پوليسو وغوښتل چې د تقوا په پام کې نيولوسره، خلکو سره نېک چلند او د قانون تطبيق په برخه کې د ولسي خدمت اصول په خپلو چارو کې مراعات کړي، څو د خلکو باور او همکاري لا پیاوړې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.