کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د غوړیو او نفتي توکو بیې ټیټې خو د سرو زرو لوړې شوې دي.
په کابل ښار کې احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو لېتر پټرولو بیه له ۵۹ څخه ۵۷ افغانیو ته او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۶۰ څخه ۵۷ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
همدارنګه، د کابل ښار د دهنباغ سیمې یو دوکاندار محمدجان امین وایي چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۵۴ څخه ۵۲ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
د پلورونکو په خبره، په نړۍوالو بازارونو کې د نفتي توکو بیو ټیټېدو له امله په کابل ښار کې هم د دغو توکو بیې ټیټې شوې دي.
خوراکي توکي
د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې مشر زمري صافي وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله په عمده ډول د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ۱۹۵۰ څخه ۱۹۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په کابل ښار کې د تېلو بیه د هغو د وارداتو ډېرېدو له امله ټیټه شوې ده.
خو د هغه په خبره، نن هم لکه د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۴۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه پاکستاني وریجو ۴۵۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه هندي وریجو ۲۶۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې ۲۴۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقايي تور چای ۳۸۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای ۳۵۰ افغانۍ ده.
په پرچون ډول د ځینو خوراکي توکو بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې لږ خو په ځینو کې ډېر توپیر لري.
د کابل ښار د خوراکي توکو یو پرچونپلورونکی حامد صوفيزاده وایي چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۵۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه پاکستاني وریجو ۴۵۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه هندي وریجو ۲۶۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې ۲۴۵۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو ۱۹۵۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای ۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام افریقايي تور چای ۴۳۰ افغانۍ ده.
د سرو زرو بیې
په کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۸۰۵۰ څخه ۸۲۰۰ افغانیو ته او د یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیه له ۶۴۰۰ څخه ۶۵۱۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د زرګرانو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو د بیو بدلون د نړۍوالو بازارونو له بدلونونو سره تړاو لري.
د اسعارو نرخونه
د کابل ښار د شهزاده سرای یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یو امریکایي ډالر پېر بیه ۶۳ اعشاریه ۶۰ افغانۍ ده او زر پاکستاني کلدارې په ۲۱۵ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د سلواغې په ۱۸مه د یو امریکایي ډالر پېر بیه ۶۴ اعشاریه ۷۰ افغانۍ وه او زر پاکستاني کلدارې په ۲۲۰ افغانیو تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP