Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د سلطان‌محمود غزنوي ښارګوټي څه باندې ۱۷۰۰ جریب ځمکه دولتي تثبیت شوه

کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴): د عدلیې وزارت وایي چې په غزني کې «د سلطان محمود غزنوي ښارګوټي» ۱۷۳۰ جریب ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم پر اساس امارتي تثبیت شوې ده.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د غزني په مرکز کې د ۹۱۵ جریب غصب شوې ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره، د یادې ځمکې د امارتي‌والي پرېکړه وکړه.

سرچینه زیاتوي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له دې مخکې د غزني ښار پنځمه ناحیه کې «د سلطان محمود غزنوي ښارګوټي» په نوم د ۱۷۳۰ جریب امارتي ځمکې موضوع چې ۹۱۵ جریبه یې د افرادو او اشخاصو تر تصرف لاندې وه، بررسي کړې او د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې د یادو ځمکو دوسیه‌ رسماً د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

خبرپاڼه کاږي، یادې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفترونو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو د معلوماتو له اخیستو وروسته د یادې ځمکې د امارتي‌توب پرېکړه وکړه.

د عدلیې وزارت لیکلي، د هېواد په کچه د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په جدیت جریان لري او د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي پلاوي یې او اړوندې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو او امارتي ادارو اړوند معلوماتو له دقیقې بررسۍ وروسته، د امارتي  غصب شوو ځمکو په هکله پرېکړه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.