کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۴): د ا.ا چارواکو له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۷مې کالیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغانانو پر یووالي د ټينګار ترڅنګ وویل چې د تعامل دروازې پرانیستې دي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاوري چا ته ګواښ پېښ شي.
نن د سلواغې ۲۶مه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو له ۳۷مې کالیزې سره برابره ده.
له نن څخه پوره ۳۷ کاله مخکې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه په افغانستان کې له نږدې لس کلنې جګړې وروسته له ماتې سره مخ شول او د ۱۳۶۹ کال د سلواغې په ۲۶مه نېټه د هېواد په شمال کې د حیرتان بندر له لارې له افغانستانه ووتل.
د افغانستان د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد نن په کابل کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل: «هر څوک چې د الله ج د دين په لار روان وي او ملت ته درناوی ولري، زموږ پر وړاندې د قدر وړ او ښاغلی دی، که د افغانستان یا هم نړۍ له هر ځای څخه وي.»
هغه وویل: «خپل فکرونه يوازې په يو ولايت يا يوه قوم پورې مه محدودوئ، بلکې پراخ نظر ولرئ.»
هغه زیاته کړه چې افغانستان سخت پړاوونه تېر کړي او په هېواد کې د اوسني وضعيت باید شکر ادا شي.
مولوي محمديعقوب مجاهد ګاونډيو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په خطاب کې وویل، افغانستان کې شته نظام د هغوی پر وړاندې بدې ارادې نه لري، او هیڅکله اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاوري چا ته ګواښ پېښ شي.
د نوموړي په خبره، افغانستان اوسمهال له یوه ډاډمن امنیته برخمن دی او له دغه هېواده نورو ته متوجې ګواښونه مهار شوي دي.
هغه وویل: «په دې برخه کې د نورو مرستې او همکارۍ ته اړتیا نه لرو؛ یوازې دا چې ستونزې رامنځته نه کړي، پلمې ونه لټوي او په بېلابېلو نومونو د افغانستان د بدنامولو هڅه ونه کړي، که له افغانستان سره د تعامل غوښتونکي یاست، وړاندې راشئ، د تعامل دروازه پرانیستې ده.»
د ریاستالوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم وویل چې يووالی او اتحاد د اسلامي نظام د دوام تضمين کوي.
هغه وویل: «که زموږ ملت متحد پاتې شي، اوسنی اسلامي نظام به هيڅکله کمزوری نه شي.»
حنفي د افغانانو ترمنځ د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ويې ویل چې د افغانانو فطرت اشغال او د بهرنيو يرغل نه مني.
د هغه په خبره، يرغلګر هر ځل د افغان ملت د جهاد او مبارزې په پايله کې له ماتې سره مخ شوي دي.
د ریاستالوزرا اداري مرستيال همداراز زیاته کړه، افغانانو سره له دې چې د کډوالۍ کړاوونه او سختۍ وزغمل خو له مبارزې یې لاس وانهخیست.
دغهراز، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب هم وویل، هغه کسان چې افغانستان ته ناوړه ارادې لري، له سخت ځواب سره به مخ شي.
هغه زیاته کړه، افغانانو د جهاد خوند کتلی، هغه خوند چې نور خلک ترې بې برخې دي.
د نوموړي په وينا: «موږ د سولې او امن ژوند غواړو او هيچاه ته د دې اجازه نه ورکوو چې د افغانستان او نورې نړۍ امن ته ګواښ پېښ کړي.»
د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن اریوبي هم وویل چې د اسلامي امارت په بيا حاکميت سره سراسري امنيت ټينګ شوی او د خلکو دين، مال او عزت خوندي شوي دي.
د هغه په خبره، اسلامي امارت د سياست، اقتصاد، زدهکړو او پوځي برخو کې مهمې لاستهراوړنې لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP